- AP ۱۴۰۳ تله ۲۴.AP ۱۴۰۳ تله ۲۴ ۰۶:۳۷
د عوامي نېشنل ګوند ویانده: پښتنو ښځو ته هم باید د خیبر په څېر جرګه جوړه شي
د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو مشره او د دغه ګوند ویانده ثمر هارون بلور وايي، لکه څنګه چې په خیبر کې د پښتنو جرګه جوړه شوه، پښتنو ښځو ته هم باید دا ډول جرګه جوړه شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۴.AP ۱۴۰۳ تله ۲۴ ۰۴:۴۶
جلالي: د جرګې اوږدمهاله اثر به وروسته معلومېږي، خو اوسنی پیغام یې د افغانانو په ګټه دی
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، ځیني هېوادوال د پښتنو د قومي جرګې مثبتو وړاندیزونو ته د تعصب په هېنداره کې ګوري او خپګان پرې ښکاره کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۴.AP ۱۴۰۳ تله ۲۴ ۰۳:۰۴
زلمی خلیلزاد: د پاکستان د حکومت له مخالفت سره، سره پښتنو په خیبر کې بریالۍ جرګه وکړه
د افغانستان لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، سره له دې چې د پاکستان حکومت یې د مخنیوي پوره هڅې وکړې خو د پي ټي ایم په کوربتوب پښتنو په خیبر کې بریالۍ جرګه وکړه.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۱۷:۳۸
د خیبر د عدالت غوښتنې جرګه؛ پرېکړو او ننګونو ته لنډه کتنه
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۱۳:۲۸
زکيم خان وزير: د پښتنو قومي جرګې پرېکړې به داسي عملي کيږي لکه جرګه چې وشوه
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې او د اطلاعاتو څانګې غړی زکيم خان وزير په خيبر ولسوالۍ کې د پښتنو قومي جرګې پرېکړې مهمي يادي کړې او زياته یې کړه: « د ټولو مشرانو په مشوره او هوکړه ډيرې مهمې پريکړې وشوې، چې انشالله عملي کول به يې هم داسې وي لکه د خيبر جرګه چې ترسره شوه.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۱۱:۲۰
پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر د خلکو مېلمه پالنه وستایله
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي وايي، چې د خیبر ولسونو او کوکي خېل قبیلې د پښتون قومي جرګې ډېره ښه مېلمه پالنه کړې ده.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۱۰:۰۶
حلیم فدایي: منظور پښتین باید خپل خوندیتوب ته ډېره پاملرنه وکړي
د خوست پخواني والي حلیم فدایي په خیبر کې د پښتنو جرګه بریالۍ بللې او وایي، چې منظور پښتین باید خپل خوندیتوب او امنیت ته ډېره پاملرنه وکړي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ستراتیژیکې پالیسۍ پر خلاف سټراټیژکې پرېکړې ستراتیژیکه حوصله غواړې.» - AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۸:۴۶
خیبر کې د پښتنو درې ورځنۍ جرګې په پرېکړه کې شل غوښتنې
د پښتون قومي جرګې تېره شپه ناوخته د درې ورځنۍ جرګې پرېکړه لیک خپور کړ او په شلو مادو کې یې خپلې غوښتنې د پاکستان حکومت ته وړاندې کړې دي.
دوی ویلي، چې د پښتنو تر منځ ډیورنډ کرښه نه مني.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۷:۵۷
پخواني ولسمشر حامد کرزي، په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې له پرېکړه لیکه خپل ملاتړ اعلان کړ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ کوي او په جرګه کې د افغان نجونو د زدهکړو لپاره غږ پورته کول ستایي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۷:۳۱
کریم خُرم: د خیبر جرګې له لوري په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو حق غوښتنه د قدر وړ ده
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم کریم خُرم وايي، په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په وروستي پرېکړه لیک کې په ټولیز ډول د مظلوم ولس دحق غوښتنه او پر ډیورنډ کرښه د ازاد تگ راتگ غوښتنه د ستایلو وړ ده.
هغه په جرګه کې د نجونو د زدهکړو غوښتنه د قدر وړ بللې.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۷:۱۸
عوامي نېشنل ګوند: له افغانستان سره د سوداګریزو لارو واک دې پښتونخوا ته ورکړل شي
پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند تېره ورځ خیبر کې جرګې ته وویل چې، له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي او مدیریت د یې پښتونخوا ته وسپارل شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۷:۰۴
اتمر: د خیبر جرګه به د خپلواکۍ او عدالت لپاره د مظلوم ولس د یووالي د تاریخي بهیر پېل وي
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پښتنو قومي جرګې ګډونوال د ولس ریښتینې غوښتنې په ډیرې هوښیارۍ او امانتدارۍ سره په لر او بر کې وړاندې کړې.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۶:۵۵
د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند د خیبر جرګه د «ای اېس ای» پټه اجنډا بللې ده
د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند د خیبر جرګه د «ای اېس ای» پټه اجنډا بللې ده.
د سیف خیبر په نوم دغه طالب چارواکی لومړی کس دی چې د طالبانو له منځه یې پر دغې جرګې داسې تور پورې کړی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۶:۲۸
اېکسپریس ټریبیون: د خیبر جرګه یو مثبت ګام دی او دغه جرګه سیاسي خبرو اترو ته لاره هواروي
د پاکستان اېکسپریس ټریبیون وايي، خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د درې ورځنۍ جرګې ترسره کېدل باید پر نیک پال ونیول شي.
ورځپاڼه وايي، دا د حکومت او غورځنګ تر منځ د خبرو اترو ښکارندويي کوي او په سیاسي ډګر کې خبرو ته لاره هواروي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۴:۲۳
د چمن پرلت استازی جرګې ته: پاکستان یوازې موږ نه، بلکې زموږ سوداګري یې هم وژلې ده
د چمن پرلت د مرکزي کمېټې غړي مولوي محمد یوسف په خیبر کې د پښتنو له جرګې وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ټولو لارو دې له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وشي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۴:۰۰
میا افتخار حسین: د پاکستان حکومت باید له دې وروسته جنګي تګلارې بدلې کړي
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسېن په خېبر جرګه کې د دغه ګوند په استازیتوب په خپله وینا کې وويل، چې د پاکستان حکومت باید له دې وروسته خپلې جنګي تګلارې بدلې کړي او د وسله والو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۳:۱۳
مشتاق احمد خان: په غره کې «ترهګر» او په چوڼۍ کې ناست پوځي یو دي
د پاکستان مشرانو جرګې پخوانی غړی مشتاق احمد خان د پښتنو جرګې ته په وینا کې وویل، چې د «پښتنو په سیمه کې په غره کې ناست ترهګر او په امنیتي پوسته کې ناست پوځي یو ډول دي.»
نوموړی وايي، نور د پښتنو پر خاوره پوځي عملیات نه مني.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۳.AP ۱۴۰۳ تله ۲۳ ۰۲:۴۷
علي امین ګنډاپور: که پښتانه سره یو شي هیڅوک پرې ظلم نه شي کولای
د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور تېره شپه بیا په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې ته ورغلی و او هلته یې د خپلې وینا پر مهال وويل، چې که «پښتانه باید یو پر بل راټول شي او که دوی یو شي هیڅوک پرې ظلم نه شي کولای.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۲۰:۱۹
د پښتنو د قومي جرګې پرېکړه لیک منظور پښتون اعلان کړ
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۹:۵۲
د پښتون قومي جرګې پرېکړه: د پاکستان پوځ او طالبان دې دوو میاشتو کې د پښتنو له سیمې ووځي
پښتون قومي جرګې په خپل پرېکړه لیک کې اعلان وکړ، چې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې دې په دوه میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۸:۵۶
منظور پښتین: جرګه دې د کابل پر واکمنو غږ وکړي چې نجونې زده کړو ته پرېږدي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو په قومي جرګه کې د طالبانو له خوا د افغان نجونو د زده کړو مخنیوي ته په اشارې سره وویل، چې جرګه دې د کابل پر واکمنو غږ وکړي چې نجونې زده کړو ته پرېږدي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۷:۴۰
منظور پښتین: که عاصم منیر په اټوم بم هم زمونږ وجود ټوټې ټوټې کړي مونږ ورته نه ټېټېږو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو قومي جرګه کې په وینا کې ویلي: «که د عاصم منیر په لاس کې اټوم بم وي او زمونږ وجود پرې ټوټې ټوټې هم کړي مونږ ورته نه ټېټېږو.»
منظور پښتین وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر که زر ځلې هم یو ځای شي بیا هم د غلامۍ خبرې کوي. - AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۷:۱۹
د جرګې ګډونوال خپلې ستونزې بیانوي
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۵:۵۷
پښتون قومي جرګه افغانستان کې د ګډ حکومت غوښتنه کوي
د جرګې په خیمو کې یو بحث دادی چې طالبان دې د پخواني جمهوري دولت له پلویانو سره په لویه جرګه کې را غونډ شي او یو ګډ [افغان شموله]حکومت دې جوړ کړي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۵:۳۲
د پښتنو د قومي جرګې د بحث محورونه او احتمالي پرېکړې
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۴:۵۲
جرګې ته د منظور پشتین وړاندیزونه: طالبان او پوځ دې په ۶۰ ورځو کې له پښتونخوا ووځي
منظور پشتین وايي، چې پښتون قومي جرګه دې له قومونو او سیاسي ګوندونو نه یو جوړ ۲۴۰ زره کسیز ملي لښکر اعلان کړي، چې په خپلو سیمو کې د امنیت چاره پرغاړه واخلي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۳:۳۷
د بلوچستان د اطلاعاتو مخکینی وزیر: پښتانه هیڅکله هم د کابل یا ډهلي اجنډا نه مني
د پاکستان د مخکیني موقت حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزير جان اڅکزی وایي، په زرګونو جرګو نور هم د ازاد پښتونستان یا لوی افغانستان خوب نه شي پوره کېدلی.
نوموي د پښتنو قومي جرګه ناکامه بللې او وایي: « پښتانه هیڅکله هم د کابل یا ډهلي اجنډا نه مني.» - AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۲:۳۹
فضل محمود فضلي: طالبان د جي اېچ کیو له وېرې پر جرګه خبره نه شي کولی
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی رییس فضل محمود فضلي وايي، خیبر د پاکستان د پوځ د ګټو خلاف دی او طالبان مجبوره دي، چې د خیبر جرګې پر وړاندې له پاکستاني پوځ سره یو ګډ دریځ ونیسي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۱:۴۹
جرګه ښايي له پاکستاني پوځ وغواړي چې له قبایلي سیمو ووځي
پښتون قومي جرګه نن یکشنبه ناوخته د قومونو او سیاسي ګوندونو د کمېټو پرېکړه لیک صادروي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۱۱:۰۴
قومي مشران: کلکې پرېکړې وکړئ چې څوک ونه وايي موږ وطن ړنګولو خو دوی خبرې پکې را واېستې
په پښتون قومي جرګه کې د شمالي وزیرستان مشران وايي، ددوی خیمه باید کلکې پرېکړې وکړي، چې څوک د ملامتۍ ګوته ورته ونه نیسي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۰۹:۴۵
کریم خُرم: د خیبر جرګه د محتوا له اړخه ډېره غني ښکاري
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم د پښتنو په قومي جرګه کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پراخ ګډون ته په اشارې سره وایي، چې دا جرګه د محتوا له اړخه ډېره غني ښکاري.
نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، چې په دې جرګه کې ډېری خبرې روښانه، دقیقې او منطقي دي. - AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۰۷:۵۳
افراسیاب خټک: د پاکستان حکومت په پېښور او خیبر کې انټرنیټ په بشپړ ډول بند کړی
پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د پاکستان حکومت د ټولو اصولو په تر پښو لاندې کولو سره په پېښور او خیبر کې انټرنیټ په بشپړ ډول بند کړی، او غواړي په دې سره د جرګې د خبري پوښښ مخه ونیسي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۰۵:۳۹
خوشحال خان کاکړ: د پښتنو قومي جرګه دې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته هم پام وکړي
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وايي، خیبر کې د پښتنو قومي جرګه دې په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستي دوه کلن وضعیت ته پام وکړي او د پاکستان پر حکومت دې فشار راولي چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۰۳:۳۲
وزیرستانۍ زدهکوونکې: ماين مې دواړه لاسونه غوڅ کړل او د ډاکترۍ ارمان مې په زړه پاتې شو
د راحلې په نوم یوې وزیرستانۍ زدهکوونکي د پښتنو قومي جرګې ته د یوه ویډیویي پیغام له لارې ويلي، چې غوښتل یې د زدهکړو له پای ته رسولو وروسته ډاکتره شي، خو وايي دغه ارمان یې هغه ماین نیمګړی کړ چې د دې دواړه لاسونه یې په مړوندو کې ور خوڅ کړل.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۲.AP ۱۴۰۳ تله ۲۲ ۰۲:۳۲
محسن داوړ: له افغان ولس څخه واک پاکستان اخیستی او پرېکړې یې هم دلته کیږي
د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر او د پاکستان قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ تېره شپه په خیبر کې قومي جرګې ته د وینا پر مهال وويل چې له: «افغان ولس څخه واک د پاکستان حکومت اخیستی او په اړه یې په دغه هیواد کې پرېکړې کیږي.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۹:۰۳
د پښتنو قامي جرګه: تر دې مهاله شاو خوا ۷۷ زره پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي
د پښتنو قامي جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د معلوماتو له مخې وایي، چې تر دې مهاله شا و خوا ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶ زره او ۷۰۰ کسان لادرکه دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۷:۴۹
ضعیف: د خیبر جرګه د ظلم په وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکیدلو نوی پړاو دی
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د دغې ډلې پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي: «د خیبر جرګه د ظلم پر وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکیدلو نوی پړاو دی.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۷:۱۳
د پښتون ژغورنې غورځنګ: تر دې مهاله په شمالي وزیرستان کې ۱۷۸ چاودنو کې ۸۰۰ پښتانه وژل شوي
د پښتنو قامې جرګې د اعلامیې له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د (جګړې او پوځي عملیاتو زیانونو) په نوم یوه هر اړخیزه څېړنه خپره کړي. په وزیرستان کې ۱۷۸ چاودنې ثبت شوي، چې ۸۰۰ کسان یې وژلي او ۲۵۰ ماشومانو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۶:۴۵
شاه محمود میاخېل: پاکستان پښتانه او افغانان نړۍ ته افراطیان او ترهګر معرفي کړي و
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول وايي، چې د پاکستان پوځ، یو شمېر افراطي ډلو او پلویانو یې پښتانه او افغانان نړۍ ته افراطیان او ترهګر معرفي کړي و، خو د پښتنو قومي جرګې وښودله چې پښتانه او افغانان افراطیان او ترهګر نه دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۵:۵۰
ضیاالحق امرخېل: جرګه خالص ولسي رنګ لري
په ننګرهار ولایت کې د جمهوریت د وخت والي ضیاءالحق امرخېل د پښتنو قومي جرګې په اړه وایي: «د خیبر جرګې یوه لویه خوش قسمتي دا ده چې د ګڼو ګوندونو، اقشارو او فکرونو خلک پکې راټول شوي دي.»
نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دا جرګه ولسي رنګ لري او خپلې موخې ته به رسېږي. - AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۵:۴۰
په فرانکفورټ کې د پي ټي ايم غړو او افغانانو د پښتنو قامي جرګې په ملاتړ لاريون وکړ
د جرمني په فرانکفورټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې د یو شمېر افغانانو په ملتيا په خيبر کې د پښتنو د قامي جرګې په ملاتړ لاريون وکړ او دا يې د ستونزو د حل يوازنۍ لار وبلله.
لاريون والو په سيمه کې پر پښتنو د ظلم، د پاکستان د حکومت څخه د حق اخيستلو او جرګې په ملاتړ شعارونه ورکول.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۵:۲۹
قومي جرګې ته د منظور پښتین وینا: ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو قامي جرګې ته د وینا پرمهال وویل، چې په تېرو څو کالونو کې ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي.
پښتین وايي، چې په غټ سکرین کې د پاکستان پوځ ظلمونه او نادرکه کسانو پیښې مستند شوی دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۳:۵۶
په خیبر کې د پښتنو د عدالت غوښتنې قومي جرګه د منظور پښتین د وینا سره په رسمي ډول پیل شوه
د بښتون قامي عدالت پر اېکس خواله رسنۍ خپور شوي پیغام کې راغلي، چې په خیبر کې د پښتونو د عدالت غوښتنې قومي جرګه پیل شوه.
دوی همدراز لیکلي، چې په جرګه کې لسګونه زره کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ سره راټول شوي دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۲:۴۷
خولۍ پلورونکی: مارکېټ کې د منظور د خولۍ په څېر ټوپۍ ختمې شوې
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۲:۳۱
ایمل ولي خان: د خیبر جرګې موخه د پښتنو د سولې او ستونزو حل دی
د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان رسنیو ته ويلي، چې د خیبر جرګه د پښتنو د سولې، سرچینو او ستونزو په اړه ده.
نوموړی زياتوي: « ټول بايد ګډه هڅه وکړو، چې د ملت د ستونزو حل پيدا کړو.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۲:۲۵
فاروق وردګ: دوښمنان مو که د جرګې په مخنیوی کې ناکام شول مګر اوس هم په سنګر کې درته ناست دي
په تېر حکومت کې د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرداري په ډول ویلي، «دوښمنان مو که د جرګې په مخنیوی کې ناکام شول مګر اوس هم په سنګر کې درته ناست دی، نورې دسیسې او توطیې درته جوړوي.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۲:۰۵
جرګه کې د بنېر اوسېدونکی د یوه ځانمرګي ۴۵ قربانیانو ته انصاف غواړي
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۱:۴۷
کمال ناصر اصولي: د ولي خان او صمد خان کورنۍ دې د مسوولیت له مخې د ولس په لاره روانې شي
د افغانستان په پخوانۍ ولسي جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اوصولي په خپله خواله رنسنۍ اېکس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پښتنو قومي جرګې جوړېدو په اړه لیکلي چې د ولي خان او صمد خان کورنۍ دې خپل مسولیت د ولس لپاره ادا کړي او د ولس په لاره دې روانې شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۱۱:۰۶
د افغانستان انټرنشنل خبریال: لا هم له لرې سیمو خلک جرګې ته تازه رسېږي
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۹:۵۶
مولانا خانزېب: موږ خپله خاوره کې امن غواړو، خو دوی ولې له دې نارې وېرېږي
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۹:۲۴
سپنتا: دا لومړۍ جرګه ده چې د واکمنانو په امر نه بلکې د عدالت غوښتنې پر بنسټ جوړېږي
جمهوريت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا د پښتنو قومي جرګې په اړه ویلي، چې دا لومړۍ جرګه ده چې د واکمنانو په امر نه، بلکې د ښځو او نارینه وو د عدالت غوښتنې پر بنسټ جوړېږي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۸:۳۴
د جرګې یو ګډونوال له ځوانانو غوښتي، چې د خپل ځان او راتلونکي نسل د بقا لپاره يو موټی شي
د پښتنو په قومي جرګه کې د باجوړ خلکو لپاره په جوړه شوې خېمه کې ديني عالم مولانا خانزېب ویلي، پوښتنه دا ده چې د پاکستان په نورو برخو کې امن، کار او ثبات شته؛ خو په پښتون مېشتو سيمو کې ولې نه امن شته، نه روزګار او نه هم نورې اسانتياوې.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۷:۰۷
افراسیاب خټک: د کوهاټ لارې په بندېدو سره د سیمې مېلیونونه خلک اغېزمن شوي دي
د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې، چې د لارو په بندولو سره یې مېلیونونه خلک اغېزمن کړي دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۶:۲۱
افتخار حسين حکومت ته: که پرېکړه وکړو، چې پاسپورټ او شناختي کارت نه غواړو تاسو به څه وکړئ؟
د پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر میا افتخار حسین د پاکستان حکومت ته وایي:« تاسو د پاسپورټونو د بندولو خبره کوئ، که سبا ورځ موږ پرېکړه وکړو چې پاسپورټ او شناختي کارت ته اړتیا نه لرو؛ نو تاسو به څه کوئ؟»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۵:۵۱
نجیبالله علي خېل: د پښتنو قومي جرګه به د ډېرو نورو ولسونو لپاره یو تاریخي درس شي
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیبالله علي خېل وایي:« د خېبر تاریخي جرګه د الهام څخه ډکه داعیه ده، چې یو وخت په دې سیمه کې د ازادۍ غوښتنې همدا ډول احساس او خوځښت، د افریقا تر وچې د جبر دېوالونه ونړول.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۴:۳۵
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان په قانون کې د سولهییزې جرګې پر وړاندې کوم خنډ نه لیدل کېږي
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د پاکستان په قانون کې د سولهییزې جرګې پر وړاندې کوم خنډ نه شته.
هغه وایي، لاهم نه پوهېږي چې دغه حرکت ولې ناقانونه اعلان شوی و. - AP ۱۴۰۳ تله ۲۱.AP ۱۴۰۳ تله ۲۱ ۰۲:۵۴
د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه به په راتلونکو ساعتونو کې خپل کار پیل کړي
د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې سمبالوونکي وايي، د جرګې د پیلېدا لپاره ټولې تابیاوې نیول شوې او ښايي په راتلونکو دوو ساعتونو کې دغه جرګه په رسمي بڼه پيل شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۲۰:۳۳
صالح: د پښتونو قامي جرګې کې د ښځو شتون د پښتنو په اړه وړاندې شوی روایت بدل کړ
د وروستي جمهوریت د ولسمشر مرستیال وایي، چې د پښتنو جرګه کې د ښځو شتون د پښتنو په اړه وړاندې شوی روایت بدل کړی دی. هغه وايي: «د طالبانو پروژه له ډېر پخوا څخه افغان ولس او نړۍ ته د پښتنو د یو واقعیت په توګه وړاندې شوې ده. پي ټي اېم دغه غلط تصور ړنګ او له منځه یوړ.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۹:۱۹
خلیلزاد: جنرال عاصم منیر خپله ستونزه پراخوي
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر خپله ستونزه پراخوي. هغه وايي، چې نوموړي د پاکستان تر ټولو مشهور سیاستوال د یو شمیر غلطو تورنو په اساس بندي کړی او اوس یې د بشري حقونو پر مدافع ډلې پي ټي ام بندیز لګولی دی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۸:۴۷
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې د ځنډېدو علتونه په ډاګه کړل
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو د جرګې د نه ترسره کېدو په اړه وویل، چې د دوی د چمتووالي پروړاندې د ای اس ای له خوا ډېر خنډونه جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پښتنو د وضعیت په اړه به د اکټوبر په ۱۳مه پرېکړه وشي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۸:۲۲
د پښتنو د قومي جرګې ګډون کوونکی: جرګه د پښتنو حق دی او ظالم حکومت مو جرګې ته نه پرېږدي
د پښتنو قومي جرګه کې ګډون کوونکی پښتون مشر محمد عظم یوسفزی وایي: «که څه هم جرګه د پښتنو حق دی، خو د پاکستان ظالم حکومت یې جرګې ته نه پرېږدي.»
نوموړی وایي، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې د پښتنو په سیمو کې جګړې روانې دي او ددې جرګې په ترسره کولو سره پښتانه خپل حق غواړي. - AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۸:۰۸
د پښتنو قامي جرګه: د ښځو غږ به د ازادۍ او بدلون د لارې مهمه برخه وي
د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو قامي جرګه وایي، چې د ښځو غږ به د ازادۍ او بدلون د لارې مهمه برخه وي.
د دغې جرګې په رسمي اېکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره شوي، چې ښيي ډېر شمېر مېرمنو هم په دې غونډه کې ګډون کړی دی. - AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۸:۰۲
حسن خان: د پاکستان د حکومت له خوا رسنیو ته ویل شوي وو، چې د جرګې خبرونه به نه خپروي
په خیبرپښتونخوا کې خبریال او د چارو شننونکي د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې وویل، چې د حکومت له خوا رسنیو ته ویل شوي وو، چې د جرګې خبرونه به نه خپروي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۸:۰۱
ساجد خان مهمند د پښتنو قامي جرګې ته: زه چې خپل مشر نه شم خلاصولای نو تا به څه خلاص کړم
د مهمندو استازي ساجد خان مهمند د پښتنو عدالت قامي جرګې کې وویل: "که موږ سره راټول نه شو، یو نه شو، زه چې خپل مشر (عمران خان) له زندان څخه نه شم خلاصولی نو تا به له دې حالته څه خلاص کړم."
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۷:۱۴
ایمل ولي خان به سبا ته د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې کې ګډون وکړي
د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۱۱مه) ولي باغ کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د شنبې په ورځ (د اکټوبر ۱۲مه) به د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې کې ګډون او د پښتون قوم وکالت وکړي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۶:۱۳
زرګونه خلک لا هم د جرګې سیمې ته د ورتلو په حال کې دي
په خیبر کې د افغانستان انټرنشنل - پښتو برخې خبریال رفعت الله اورکزی وایي، چې دا جرګه د نیمګړتیاوو له امله ځنډېدلې، خو زرګونه خلک لا هم سیمې ته د ورتلو په حال کې دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۶:۱۰
د خېبر پښتونخو سر وزیر د پښتنو د عدالت قامي جرګې د امنیت او نور ترتیباتو څخه لیدنه وکړه
د خېبر پښتونخوا د سر وزیر د مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې راغلي چې علي امین ګنډاپور د اکټوبر په یوولسمه د پښتنو د عدالت قامي جرګې د امنیتي او نور تدابیرو څخه لیدنه وکړه.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۵:۰۴
اسد قیصر: موږ ټول یو یوو، کوم ظلم چې په دې خاوره کیږي خلاف یې یوو
د پاکستان د تحریک انصاف د رهبرۍ شورا غړی اسد قیصر د پښتنو د عدالت غوښتنې قامي جرګې ته وویل: "موږ ټول یو یوو، کوم ظلم چې په دې خاوره کیږي خلاف یې یوو."
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۴:۵۹
ملک دریا خان په قومې جرګه کې: پښتانه د ابادۍ خلک دي او هېڅ کله یې ترهګرې نه ده خوښه کړې
د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ لپاره د عوامي نشنل ګوند مشر ملک دریا خان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پښتانه د اتحاد او ابادی خلک دي او ترهګري یې کله هم نه ده خوښه کړې.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۳:۴۰
منظور پښتین: قامي جرګه ځنډېدلې خو چمتوالی په چټکۍ سره روان دی، چې ژر شروع شي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یو ویډیو پېغام کې وايي، چې د پښتون قومي جرګه ځنډېدلې ده؛ خو چمتوالی په چټکۍ سره روان دی، چې ژر شروع شي.
پښتین وویل، چې پر پښتنو شوو ظلمونو د بربنډولو لپاره د لوي ټلویزیون د راوړلو پر وړاندې ستونزې جوړیږي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۲:۵۱
جرګې ته تازه رسېدونکي کسان
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۲:۲۰
جرګه کې درې ورځې پر کومو مسلو خبرې کېږي؟
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۲:۱۳
شاه محمود میاخېل: د پښتون د عدالت غوښتنې قامي جرګې دایریدل پخپله یوه لویه کامیابي ده
د تېر حکومت د دفاع وزارت سرپرست او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول شاه محمود میاخېل وايي، چې د پښتونو د عدال جرګې دایریدل په خپله یوه لویه کامیابي ده.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۱:۳۳
پښتون قامي عدالت ته سندره
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۱:۰۴
پښتون قامي عدالت کې د ښځو حضور
په پښتونخوا کې د "پښتون ژغورنې غورځنګ" په نوښت د جوړې شوې قومي جرګې په انځورونو کې لیدل کېږي، چې په دې جرګه کې ښځې هم کډون لري.
د دې جرګې له پیلېدو سره سم د جمعې په ورځ د تلې په ۲۰مه په خیبر پښتونخوا کې مخابراتي شبکې بندې شوې.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۱۰:۱۹
د بلوچستان د دوکۍ اوسېدونکی: پر منظور پښتین مین یم
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۹:۲۶
د پاکستان حکومت پر پي ټي اېم لګېدلي بندیزونه لرې کوي
د پاکستان فدرالي حکومت پر پي ټي اېم د لګېدلو بندیزونو د بېرته لرې کولو پرېکړه کړې ده.
یو شمېر سرچینو د دغه هېواد ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دا هوکړه پرون د خیبر پښتونخوا حکومت په مشرۍ د فدرالي حکومت، صوبايي چارواکو او سیاسي ګوندونوپه ناسته کې شوې ده.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۹:۱۶
معصوم ستانکزی: د پښتنو د ملي او تاریخي جرګې ګډونوالو ته د کامیابۍ دعا کوو
د جمهوریت د وخت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی په خیبر کې پښتون قامي عدالت ته په اشاره وایي،« د پښتنو د دې ملي او تاریخي جرګې ګډونوالو ته د کامیابۍ دعا کوو، چې خپلو موخو ته په تدبیر ورسیږی.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۹:۰۴
اېمل ولي خان: د پښتنو ستونزې ډېرې دي، خو موږ به یې په سولهییزه توګه حل کړو
د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي:« زه باوري یم، چې د پښتنو ستونزې ډېرې دي؛ خو موږ به یې په سولهییزه توګه غوڅې کړو.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۸:۰۲
زاخېلوال: هیله ده، چې ددغې تاریخي ناستې پرېکړې به د پښتنو د اوږدې مودې کړاونه پای ته ورسوي
د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال هیله مندي ښودلې، چې د پښتنو جرګه به د لرو پښتنو مشرانو او ځوانانو په یووالي او همغږۍ په خپلو سپېڅلو موخو کې بریالۍ او پرېکړې به یې د پښتنو د اوږدې مودې کړاونه پای ته ورسوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۷:۳۹
حنیف اتمر: د پښتنو د جرګې مسوولیت سوله، عدالت او د پښتنو ترمنځ پیوستون او یووالی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي:« موږ د پښتنو ملي او تاریخي جرګې ته د زړه له تله ښه راغلاست وایو او د سوله غوښتونکو او عدالت غوښتونکو پر وړاندې د وحشیانه تاوتریخوالي غندنه کوو.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۶:۵۸
فضل هادي مسلمیار: دغه جرګه پښتانه له هر ډول جبر او زور زیاتي څخه په امان کې ساتي
د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار وایي، پښتانه جرګه کوي او غواړي چې د خپل راتلونکي لپاره یوه داسې تګلاره جوړه کړي چې له هر ډول جبر زور او زیاتي څخه په امان کې وي او سرومال یې خوندي شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۵:۵۴
فضل محمود فضلي: دغه جرګه جګړه، د وینو بهېدنه او د پردیو سازشونه پای ته رسوي
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، د پښتون قامي جرګه د جګړو، وینو بهېدو او د پردیو سازشونو د پای ته رسولو لپاره ښه فرصت دی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۴:۳۹
د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې او انټرنېټ لا هم کار نه کوي
په خیبر پښتونخوا کې ګڼو کسانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې له امله د څو ورځو راهیسې ټولې مخابراتي شبکې بندې او انټرنېټ هم له کاره لوېدلی دی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۳:۴۹
منظور پښتین: د پښتنو جرګه د پښتنو په خاوره کې د وینو بهېدو د مخنیوي لپاره جوړېږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پښتنو د عدالت جرګې د رابللو موخه دا ده چې نور پر دغې خاورې د وینو تویېدلو بهیر ودرول شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۳:۰۹
پښتون یار خان: په خېبر کې د پښتنو عدالتي جرګه د يو فرد نه، بلکې د پښتنو جرګه ده
د خیبرپښتونخوا صوبايي وزیر پښتون یار خان وایي، د خېبر ولسوالۍ د پښتنو عدالتي جرګه د يو فرد نه؛ بلکې د ټولو پښتنو ګډه جرګه ده.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۲:۵۹
مفتي منیر شاکر:د پښتنو قومي جرګه د امن جرګه ده موږ په دې خاوره کې نه څوک تړو او نه یې شړو
د پاکستان نوموتی مفتي منیر شاکر وايي، چې د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه د پښتون قوم د خیر، ښېګڼې لپاره جوړیږي او په دې کې د هیڅ قوم او هیڅ ټبر د شر لپاره پرېکړه نه کېږي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۲:۲۹
مشتاق احمد: د هغو افسرانو پر ضد چې پر پښتنو ځوانانو یې ډزې کړې وې، باید مقدمه درج شي
د جماعت اسلامي ګوند مخکښ غړي او پخواني سناتور مشتاق احمد غوښتنه کړې، چې د هغو افسرانو خلاف دې د ترهګرۍ مقدمې درج کړل شي چې په پښتنو ځوانانو يې ډزې کړې دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۲:۰۱
منظور پښتین: د پښتنو د هر وژل شوي کس حساب به کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه ناوخته د پښتونخوا له مشر وزیر علي امین ګنډا پور سره په یوه شریک خبري کنفرانس کې وویل، چې له قاتلینو سره به پښتنو د هر وژل شوي کس حساب کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۲۰.AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۰۱:۵۱
د پښتونخوا مشر وزیر: د پښتنو پر قومي جرګې شوی برید د غندنې وړ دی
د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډا پور وايي، چې د پښتنو د قومي جرګې پر غړو شوی برید د غندنې وړ دی او یاده جرګه به په ارامۍ سره ترسره شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۲۰:۳۱
په اسلام اباد کې پنجابي محصلینو پر پښتنو محصلینو برید کړی
پر خواله رسنیو د خپرو شوو انځورونو له مخې، د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د پنجابي محصلینو شورا پر پښتنو محصلیونو بریدونه کړي او یو شمیر کسان یې ټپیان کړي دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۷:۴۹
میرزکوال:د پښتون ژغورنې غورځنګ او مترقي بنسټونو پر وړاندې د پاکستان "ظلم" لرغونی تاریخ لري
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وروستی وزیر عبدالستار میرزکوال وايي، چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو مترقي بنسټونو پر وړاندې "تاوتریخوالی او ظلم" تاریخي ریښه لري.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۵:۱۳
منظور پښتین: جرګه کې که د چا د غرقولو پرېکړه کیږي یا ابادولو زه ورسره ولاړ یم
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتون قومي جرګې په میدان کې د خپلو څلورو وژل شویو پلویانو د جنازې په مراسمو کې په غیر مستقیم ډول د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو ته په اشارې سره وویل: «د اختر د پسه په څېر چاړه په اوبو کې ویني».
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۴:۴۶
افغانستان انټرنشنل - پښتو د پښتنو د قومي جرګې حال شېبه په شېبه څاري
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۴:۳۷
سید عالم مسید: حکومت مجبوره شو چې پښتون قومې جرګې ته اجازه ورکړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی سید عالم مسید د پښتنو قومي جرګې جوړېدو ته د پاکستان د فډرالي حکومت له خوا له اجازه ورکولو وروسته وویل: «ریاست پښتون قومې عدالت ته په اجازه ورکولو اړ شو.»
نوموړي پر فېسبوک لیکلي، چې د پښتنو یووالی د دوښمن د ماتې په مانا دی. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۴:۳۶
سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال: خیبر کې د سبانۍ جرګې لپاره تیاری نیول کیږي
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۳:۵۱
داوړ: فډرالي او ایالتي حکومتونه به سبا ته د پښتنو د قومي جرګې د ترسره کېدو اجازه ورکړي
د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ وايي، چې د پښتنو د قومي جرګې د جوړېدو په اړه د دوی غوښتنې منل شوي او د پاکستان ایالتي او فډرالي حکومت به دوی ته د جرګې د جوړېدو اجازه ورکړي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۲:۳۷
نادري: مدني مبارزه او له ظلم د خلاصون لپاره هڅې په هر ځای کې د ستایلو دي
له طالبانو سره د پخواني افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري په پښتونخوا کې د پښتنو جوړېدونکې قومي جرګې ته په اشارې وایي: «مدني مبارزه او له ظلم او استبداد د خلاصون لپاره هڅې په هر ځای کې د ستایلو دي.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۲:۰۷
د جرګې میدان کې د منظور پښتین هرکلی
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۰:۵۶
پاکستان د وزیرستان درې خبریالان د ترهګرو نوملړ کې شامل کړي
د پاکستان حکومت د جنوبي وزیرستان د دریو خبریالانو نومونه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۱۰:۳۰
منظور پښتین پښتنو مشرانو ته: که نن جرګه کې ګډون ونه کړئ، تول عمر به زلیل یاست
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۹:۵۵
علي امین ګنډاپور: په صوبه کې ټولې ستونزې او کشالې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي
د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دغه څرګندونې هغې غونډې ته کړې، چې نن د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ او د پارلمان استازو په کې برخه لرله.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۹:۳۶
عمر داوودزی منظور پښتین ته: د حق غوښتنې په لار روان یې، د ټول افغان ولس ملاتړ در سره دی
د پاکستان په چارو کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت ځانګړي استازي عمر داوودزي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ته په خطاب کې وویل: «د حق غوښتنې په لاره روان یې، د خدای مرحمت او د ټول افغان ولس ملاتړ درسره دی.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۷:۳۷
افراسیاب خټک: خیبر کې پر ولسي خلکو برید د پاکستاني چارواکو لویه تېروتنه ده
د پښتونخوا ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک په خیبر کې د پښتون قومي جرګې پر غړو برید د پاکستاني چارواکو تېروتنه او یو پارونکی عمل بولي.
هغه وايي، له واکمنانو د هوښیارۍ تمه بیځایه کار دی. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۶:۴۳
سرچینې: د خیبرپښتونخوا او وزیرستان زرګونه کسان د تړلو لارو له امله په غرونو کې پلي روان دي
د خیبر قومي جرګې مشران وايي، چې د خیبرپښتونخوا او وزیرستان زرګونه کسان د تړلو لارو له امله په غرونو کې پلي را روان دي.
دوی وايي، پاکستاني ځواکونو پرې لارې تړلې خو دوی جرګې ته له نورو لارو ځان رسوي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۵:۵۴
پي ټي ایم: جرګه کې د ګډون لپاره زرګونه کسان خیبر ته رسېدلي او نور پر لارو را روان دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي وايي، تر دې دمه زرګونه کسان خیبر کې د جرګې میدان ته رسیدلي او نور یې پر لارو دي.
دوی دا هم وايي، چې د تېرې ورځې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم به نن له ماسپښین وروسته د جرګې په میدان کیږي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۵:۱۲
پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو پلاوی د جرګې د تېرې ورځې د ټپیانو پوښتنې ته ورغلی
پيښور کې د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا د مشر ميا افتخار حسين په مشرۍ یو پلاوی د خیبر جرګې د تېرې ورځې د ټپيانو پوښتنې ته ورغلی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی.
هغه پر ولسي خلکو د پاکستان حکومت برید غندلی دی. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۴:۳۴
محسن نقوي: د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډ او پاسپورټونه به بند شي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر اسلام اباد کې یوې خبري غوڼدې ته ويلي، د جرګې په کولو هيڅ اعتراض نه شته، خو وايي د زرګونو کسانو راټولېدل جرګه نه، بلکې د یوه موازي حکومت اعلانول دي.
هغه ویلي، چې د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډ او پاسپورټونه به بند کړي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۳:۵۰
مولانا فضل الرحمان په واڼه او خېبر کې د کېدونکې جرګې پر ګډون کوونکو بریدونه غندلي
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پښتنو کېدونکي جرګې پر ګډونوالو په خیبر او واڼه کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه غندلي دي.
هغه ویلي، د پاکستان حکومت په دغه کار سره حالات لا ترینګلي کوي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۹.AP ۱۴۰۳ تله ۱۹ ۰۳:۰۴
په خیبر کې د کېدونکې جرګې د وژل شویو غړو شمېر څلورو کسانو ته لوړ شو
تېره ورځ په خیبر کې د کېدونکې جرګې پر خیمه د پاکستاني امنیتي ځواکونو په برید کې درې تنه وژل شوي او د ۱۵ شاوخوا ټپیان شوي، چې د هغوی له ډلې یو تن تېره شپه د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او په دې سره د وژل شویو شمېر څلورو تنو ته لوړ شو.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۲۰:۴۳
منظور پښتین: که د نړۍ ټول قوتونه راته یو شي بیا هم جرګه کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر تنظیم کوونکو له برید وروسته په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، چې د جرګې له جوړولو نه پرشا کیږي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۵:۵۵
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی د خپل وژل شوي ملګري کیسه کوي
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۵:۳۵
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: حکومت د پي ټي ایم پر وړاندې غیرمتناسب ګامونه اخستي
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو او جرګې له بریدونو سره مخالفت ښودلی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۵:۲۵
پولیس د پښتنو د قومي جرګې غړو ته: تاسو غواړئ بې تنخوا ځانونه ووژنئ
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۵:۰۹
هیله نجیب: پاکستان د پښتنو پر جرګه بریدونه کوي خو نړۍوالې رسنۍ غلې دي
د افغانستان د پخواني ولسمشر لور هیله نجیب د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د حکومت پر اقداماتو د نړۍوالو رسنیو چوپتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۵:۰۳
ایمل ولي خان: حکومت د سوله خوښو پر وړاندې د جلاد په څېر عمل کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان د امنیتي ځواکونو برید په غبرګون کې ویلي، چې پښتانه ګواښناک غبرګون ته اړ اېستل کیږي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۴:۵۶
د جمهوري غوښتونکو د سیاسي اړیکو مشر: حکومتونه په زور د ولسونو غږ نه شي غلی کولی
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د پښتون قومي جرګې پر تنظیم کوونکو د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې وايي، چې حکومتونه په زور د ولس غږ نه شي غلی کولی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۴:۳۸
پاکستاني ځواکونو د کوهاټ تونل د تګ راتګ پر مخ بند کړ
د کوهاټ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې نن ماسپښین پاکستاني ځواکونو د کوهاټ تونل د ترافيکو پر مخ بند کړی او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
بل لوري بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، چې پاکستاني حکومت دا کار د قومي جرګې د مخنيوي لپاره کړی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۴:۰۱
افتاب احمدخان شېرپاو د پي ټي اېم پر غړو برید غندلی
د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو د پښتون قومي جرګې د راغونډېدو په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو برید غندلی.
په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپیان دي.
شېرپاو پر خپل ایکس لیکلي، چې دده ګوند له دې وړاندې هم پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیزونو مخالفت کړی. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۳:۵۹
فضلي: د پي ټي ایم ملاتړ ځکه کوو، چې د مذهبي افراطيانو او ټوپکسالارۍ پر وړاندې مبارزه کوي
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، د پښتون ژغورنې ملاتړ ځکه کوي، چې ټوپکسالارۍ او مذهبي افراطيانو پر وړاندې مبارزه کوي.
نوموړي ويلي: «مترقي غورځنګونه د افغان وطن د عزت، ازادۍ او ثبات لپاره په مېړانه ولاړ دي.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۲:۲۳
منظور پښتین: مرکزي حکومت د دښمنۍ اعلان کړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتون قومي جر ګې پر غړو د پاکستاني ځواکونو د برید غبرګون کې ویلي چې امنیتي ځواکونو پر خلکو مستقیمې ډزې کړې دي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۲:۱۳
افراسیاب خټک: پر جرګه له بریدګرو سره باید محاسبه وشي
د پښتونخوا ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر غړو برید غندلی او وايي، له بریدګرو سره باید محاسبه وشي.
خټک وايي، د سوله خوښو فعالانو پر وړاندې د زور کارول یو پاروونکی عمل دی. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۱:۵۲
پاکستاني ځواکونو خیبر کې د جرګې شاوخوا کندې اېستلې
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۱:۲۵
د پښتون قامي جرګې غړي بېرته خیمه کې سره را غونډ شول
د پاکستان امنیتي ځواکونه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قامي جرګې پر ځای له یوه مرګوني برید وروسته ظاهرا شاته شوي او د جرګې غړي او د سیمې خلک د جرګې په خیمه کې راغونډ شوي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۰:۵۱
خیبر کې د جرګې پر ګډونوالو د امنیتي ځواکونو ډزې
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۰:۱۱
خیبر کې د امنیتي ځواکونو له خوا د جرګې د ځای کلابندي
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۱۰:۰۰
خیبر کې پر جرګه د امنیتي ځواکونو ډزو کې درې تنه وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي
خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم د درې کسانو مړي لیدل کېږي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۹:۲۷
سرچینې: له وزیرستانه جرګې ته پر روانو کاروانونو بریدونو کې یو کس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له شمالي او سوېلي وزیرستانه جرګې ته پر را روانو کاروانونو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او نږدې شل تنه ټپیان شوي.
سیمه کې خبریالان وايي، چې پاکستاني امنیتي عسکر پر خلکو مخامخ ډزې کوي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۷:۲۸
الطاف حسین: حکومت دې پر پي ټي ایم لګول شوی «ناقانونه» بندیز ژر تر ژره بېرته واخلي
په کراچۍ کې د متحده قومي غورځنګ (ایم کیو ایم) مشر الطاف حسین د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوی بندیز دې ژر تر ژره بېرته واخلي.
هغه ویلي، که حکومت دغه بندیز لرې نه کړي، د هر څه پېښېدو مسوول به دوی وي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۶:۴۹
ملک نصیر اپریدی پولیسو ته: یو ساعت وخت لرئ د جرګې سیمه پرېږدئ، کنه تاسو به مسوول وئ
د خیبر په جمرود سیمه کې د اپریدیو ټبر مشر ملک نصیر اپریدي په جمرود کې د پښتنو قومي جرګې په میدان کې پولیسو ته یو ساعت وخت ورکړی چې دغه سیمه پریږدي او که داسې ونه کړي نو د هر څه پېښېدو مسوول به دوی وي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۶:۱۱
پاکستاني پولیسو د سوېلي وزیرستان د هغو خلکو د کاروان مخه نیولې چې خیبر ته پر لاره وو
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، پاکستاني پولیسو له سوېلې وزیرستانه د خلکو د هغه کاروان مخه نیولې چې په خیبر کې د کېدونکي جرګې لپاره پر لاره وو.
ویل کیږي، پاکستاني پولیسو دغه کاروان په واڼه کې درولی او د تګ اجازه نه ورکوي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۵:۵۴
پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې د پي ټي ايم د ۵۲ غړو نومونه د بندیزونو نوملړ ته شامل شوي
د پاکستاني رسینو د راپورونو له مخې چې د پاکستان حکومت خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵۲ غړي د بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړي دي.
ويل کیږي، په دغه نوملړ کې شته کسان به د ترهګرۍ ضد ادارې تر څار لاندې وي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۴:۲۸
پښتانه فعالان: ټول پښتانه دې په خواله رسنیو کې د جرګې ملاتړ ته را ودانګي
په خواله رسنیو کې پښتنو فعالانو پر ټولو پښتنو غږ کړی چې په ایکس، فیسبوک او انسټګرام کې دې له دغه هشټګ «#په_خیبر_ننګ_وکړئ» سره خپل غږ پورته کړي.
دوی له ټولو فعالانو غوښتي چې د پښتنو قومي جرګې ملاتړ وکړي او د دفاع لپاره یې غږ پورته کړي. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۳:۴۴
منظور پښتین: پاکستاني عسکرو د جرګې خیمه نړولې او هغه ځای یې تر خپلې ولکې لاندی راوستی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پاکستاني عسکرو خیبر کې د جرګې خیمه نړولې او هغه ځای یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی.
منظور پښتین وايي، «خو موږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه هرو مرو کوي.» - AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۲:۵۴
سرچینې: خیبر کې د جرګې پر خیمې تر برید وروسته په جوماتونو کې د ډله ییزو راوتو اعلانونه شوي
ځايي سرچینې وايي، د شپې په وروستیو کې د پښتنو قومي جرګې پر خیمې د پاکستاني ځواکونو تر برید وروسته د سیمې په جوماتونو کې له خلکو غوښتل شوي چې د جرګې د ملاتړ لپاره په ډله ییز ډول راووځي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۸.AP ۱۴۰۳ تله ۱۸ ۰۲:۱۲
منظور پښتین: پاکستاني امنیتي ځواکونو د جرګې پر میدان بیا برید کړی او اوښلن ګاز یې شیندلی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني ځواکونو د پښتنو قامي جرګې پر میدان پراخ برید کړی، اوښلن ګاز یې شیندلی او ورسره یې ټلیفوني شبکې هم بندې کړې دي.
هغه ویلي، چې جرګه به په هر صورت کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۹:۴۰
منظور پښتین: پاکستاني ځواکونه د پښتون قومي جرګې پر ځای د برید تیاری نیسي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، په خیبر ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونه نن شپه د پښتون قومي جرګې د راټولېدو پرځای د برید تیاری نیسي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۷:۳۸
قومي مشر: جرګه د پښتنو دود دی او پر موږ فرض ده
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۶:۱۷
وزیرستانی ډرېور: جرګې ته د خپل حق غوښتو لپاره راغلی یم او په لینده ظالمان ولم
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۵:۵۲
منظور پښتین: د پاکستان د پوځیانو مرکزونو کې اوس هم ترهګر او قاتلان ساتل کیږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان ددفاع او اطلاعاتو وزیرانو تورونو ته په ځواب کې وویل، چې پر دوی یو لګول شوی تور هم نه دی ثابت شوی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۵:۴۳
حنیف اتمر: پاکستان د پښتون قامي جرګې له جوړېدو وېریږي
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر وايي، په پاکستان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیزونه د دغه دولت د ظلم او ځواب نه ویلو ښکارندويي کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۵:۰۸
د پاکستان حکومت په خیبر کې تر یوې میاشتې پر غونډو بندیزونه ولګول
د خیبر پښتونخوا صوبې د خیبر ولسوالۍ مرستیال کمېشنر د یوه مکتوب له لارې په دې ولسوالۍ کې تر یوې میاشتې پورې پر غونډو بندیز ولګاوه.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۲:۲۱
د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان دې سملاسي له پښتون ژغورنې غورځنګ بنديزونه لرې کړي
د بښنې نړيوال سازمان د سويلي اسيا لپاره د سيمه ييزې ادارې مرستيال له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سملاسي بنديزونه لرې کړي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۱۰:۴۰
میا افتخار حسین: پښتون ژغورنې غورځنګ نه کوم تشدد کړی او نه جرګه جوړول بې قانونه کار دی
د پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند مشر پر پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د حکومت بندیز د جمهوري اصولو خلاف بولي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۰۹:۳۱
محمود خان اڅکزی: پر پي ټي اېم بندیز غیر قانوني دی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز د قانون خلاف دی.
اڅکزي پر خپل اېکس لیکلي چې "د قانون او اصولو له مخې هرڅوک د سیاسي ګوند، تنظیم ،غونډې، وینا او لیک ازادي لري، له همدې امله پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز غیر قانوني دی".
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۰۶:۴۷
د «اکثریت» په نوم یوه سیاسي او فکري بهیر په خیبر کې د پښتنو له قومي جرګې ملاتړ وکړ
د افغان ځوانانو یوه سیاسي او فکري بهیر چې د «اکثریت» په نوم په یوه ټولګه کې راټول دي وايي، دوی د پښتنو له قومي ي جرګې ملاتړ کوي او په دې برخه کې ورسره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
دغه بهیر په ایکس پاڼه د پښتنو له قومجرګې ملاتړ اعلان کړی. - AP ۱۴۰۳ تله ۱۷.AP ۱۴۰۳ تله ۱۷ ۰۴:۲۹
افراسیاب خټک: د پښتنو کېدونکي قومي جرګه د بې غږه خلکو غږ پورته کوي
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د پښتنو قومي جرګه د هغو بې غږه خلکو غږ پورته کوي چې تر اوسه پورې «یوازې پرې ظلم شوی او چا یې غږ نه دی اوریدلی.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۹:۱۱
ایمل ولي خان: عوامي ملي ګوند په پښتون قامي جرګه کې ګډون کوي
د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وایي، پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز د ستونزې حل نه دی، بلکې مسله لا پېچلې کوي.
نوموړی وايي، چې ګوند به یې په جرګه کې ګډون کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۷:۰۲
عبدالصمد خان: د پښتنو قومي جرګې ته ۳۰ زره کسان دعوت شوي دي
د پښتنون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی عبدالصمد خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ۳۰ زره کسانو ته یې د دعوت کارتونه ورکړي دي.
نوموړی وايي، چې ښايي شمېر له دې هم زیات شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۶:۳۵
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی: پولیسو پر جرګې درې ځله برید کړی او وسایل یې وړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی عبدالصمد خان وايي، چې د پاکستان پولیسو پرې درې ځله برید کړی، د دوی خېمې یې سوځولي او یو شمېر وسایل یې له ځانه سره وړې دي. نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته زیاته کړه، چې دوی به په ټاکلې نېټه د پښتنو قومي جرګه وکړي، چې له دېرشو زرو څخه زیات ګډونوال به ولري.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۴:۵۸
فضل محمود فضلي: ځینې وطنداران د پښتنو له قومي جرګې غیر واقعي او له مبالغې ډک توقعات لري
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، چې یو شمېر پښتانه د پښتنو له قومي جرګې یو لړ غیر واقعي او له مبالغې ډک توقعات لري، چې باید مدیریت شي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۴:۴۷
پښتین د پاکستان حکومت ته: د ظلم شوق مو پوره کړئ خو پښتانه ستاسو ظالمانه پالیسي نه مني
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلې اېکس پاڼې د پاکستان حکومت ته په اشارې ویلي: " د جبر، زنداني کولو، لوټ او مار شوق مو پوره کړئ؛ خو پښتانه نور ستاسو ظالمانه پالیسي نه مني".
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۳:۴۶
د پاکستان د حکومت د بندیزونو سربېره په خیبر کې د پښتنو د قومي جرګې د جوړېدو چارې روانې دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د خیبرپښتونخوا په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې تیاري روانه ده. تېره ورځ پاکستان د دغه غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه او ویې ویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیت د پاکستان سولې او امنیت ته ګواښ دی.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال رفعت الله اورکزی سیمې ته تللی او له هغه ځایه د جرګې په تړاو معلومات وړاندې کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۱:۰۶
پاکستاني طالبانو پښتون قامي جرګې ته د درناوي په دود پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ
د پاکستان طالبانو تحریک د اکتوبر ۱۱ مې پښتون قامي جرګې ته ددرناوي په خاطر د اکتوبر له نهمې څخه تر ۱۳ مې نېټې اوربند اعلان کړی.
په اعلاميه کې په پښتنو سيمو کې د پاکستان حکومت او پوځ له لوري سختو ظلمونو ته اشاره شوې او د هغو حرکتونو ملاتړ شوی، چې د حقونو غوښتنه کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۱۰:۳۹
زکیم وزیر:موږ ځکه ترهګر يو چې د ظالم خلاف ولاړ يو
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی زکیم خان وزیر پر پي ټي اېم د پاکستان حکومت د بندیزونو غبرګون کې وایي، چې د سوله یيزې مبارزې مخنيوی ترهګري ده.
نوموړی وایي، "زموږ حوصلې ورځ تربلې لا لوړيږي، موږ که په هر نوم بدنام هم شو بيا به هم د خپل ولس لپاره په جار د حق ناره کوو". - AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۰۹:۱۳
د کاناډا په ټورنټو کې د پي ټي ایم غړو او فعالانو د پښتنو قومي جرګې په ملاتړ لاریون وکړ
د کاناډا په ټورنټو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او یو شمېر افغان فعالانو د اکټوبر ۱۱مې پښتنو قومي عدالت جرګې په ملاتړ او د پاکستان له خوا پر دغه غورځنګ د بنديزونو پر وړاندې لاريون وکړ.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۰۷:۰۵
حنیف پښتین: د وزیرستان اتمانزیو جرګې په قومي عدالت جرګه کې د ګډون اعلان کړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي حنیف پښتین ويلي چې د شمالي وﺯيرستان د ټولو ټبرونو قومي لښکر د اتمانزیو جرګې تر چتر لاندې په ۱۱م اکټوبر د پښتنو قومي عدالت جرګه کې د ګډون اعلان کړی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۶.AP ۱۴۰۳ تله ۱۶ ۰۲:۵۸
پښتون سیاستوال مشتاق احمد: ټول پښتانه د عدالت قامي جرګې خیبر ته راشئ
پښتون سياستوال او د خیبر پښتونخوا سناتور مشتاق احمد خان په ټولو پښتنو او په ځانګړي ډول پر اپريديو غږ کړی چې د پښتنو قامي عدالت جرګه کې د منظور پښتين ملاتړ ته راشي.
هغه وايي، پښتانه چې یو ځل هوډ وکړي بیا له خپل هوډه نه په شا کیږي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۲۱:۲۴
افراسیاب خټک: پر پي ټي ایم بندیز لګول د ستم لاندې خلکو پر وړاندې یو استعماري ګام دی
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک د پاکستان د حکومت له خوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیزونو په غبرګون ویلي، چې پر یاد غورځنګ د بندیزونو لګول د ستم لاندې خلکو پر وړاندې یو استعماري ګام دی.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۲۰:۴۶
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی: په هر حال د پښتنو قومي جرګه کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي عبدالصمد خان تېره شپه ناوخته په خیبر کې د جرګې ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، چې دوی به په هر حال د پښتنو قومي جرګه کوي.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۲۰:۴۴
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو د پاکستان د حکومت بندیز ته په اتڼ غبرګون ښودلی
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۸:۵۰
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۸:۳۱
د افغانستان انټرنشنل - پښتو لایف بلاګ وڅارئ
افغانستان انټرنشنل - پښتو د پښتنو د قومي جرګې احوال او پر پښتون ژغورنې غورځنګ د لګېدلو بندیزونو په تړاو غبرګونونه او راپورونه شېبه په شېبه خپروي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو لایف بلاګ وڅارئ.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۷:۴۷
سپړنه: پاکستان ولې د پښتنو غورځنګ ناقانونه ونوماوه؟
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۷:۳۸
میاخیل: د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ ځکه کوو چې له افراطي ډلو د خلاصون په لټه کې دي
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۶:۱۰
د پښتنو قومي جرګه او پر وړاندې یې خنډونه
د افغانستان انټرنشنل - پښتو ځانګړی اېکس سپیس چې د پښتنو د قومي جرګې او پر وړاندې یې د روان کړکېچ په تړاو پکې بحث کیږي جریان لري.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۵:۵۶
د پېښور پوهنتون محصل: د پښتنو قومي جرګه د پښتنو د ستونزو د راسپړلو لپاره مهمه ده
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۵:۴۲
په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د دغه غورځنګ زرګونه غړي راټول شوي دي
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۵:۲۶
په پېښور کې د پښتنو قومي جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون شوی
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۵:۱۰
د پېښور پوهنتون استاد: د پښتنو قومي جرګه د پښتنو سربېره نړۍ ته هم مهمه ده
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۴:۵۵
د افغانستان جمهوري غوښتونکي: د اکټوبر قومي جرګې پايلې به د ځورېدلو افغانانو د ټپونو پټۍ شي
د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په يوې اعلاميه کې د اکټوبر قومي جرګې د جوړېدو ملاتړ وکړ او پر ملت يې غږ کړی، چې «په دې حساسو شېبو د ملي يوالي په مټ د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ ودرېږي.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۴:۵۵
عبدالغفور لېوال: د پښتنو قومي جرګه د پښتنو د ویښتابه جرګه ده
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۳:۵۶
طالبانو د پاکستان پر ناسم وضعیت اندېښنه ښودلې او له ولس سره یې د مذاکراتو توصيه کړې
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ پر ترینګلتياو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي: «د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی.»
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۳:۴۳
نبیل: په پاکستان کې وروستي بدلونونه د ژورو او پېچلو بدلونونو نښه ده
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستان د حکومت له خوا د منع شويو سازمانونو په نوملړ کې د پښتون ژرغورنې غورځنګ د شاملېدو په غبرګون ویلي، چې په پاکستان کې وروستي بدلونونه د ژورو او پېچلو بدلونونو نښه ده.
- AP ۱۴۰۳ تله ۱۵.AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۳:۱۴
پښتین: نن تش په نوم مرکزي حکومت د پښتون دوښمنۍ او بنسټ پالنې ټول بریدونه مات کړي
د پاکستان د حکومت له خوا د منع شويو سازمانونو په نوملړ کې د پښتون ژرغورنې غورځنګ شاملېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
- AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳.AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳ ۱۴:۴۲
منظور پښتین راتلونکي اکتوبر کې قامي جرګه جوړوي