په اسلام اباد کې پنجابي محصلینو پر پښتنو محصلینو برید کړی
پر خواله رسنیو د خپرو شوو انځورونو له مخې، د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د پنجابي محصلینو شورا پر پښتنو محصلیونو بریدونه کړي او یو شمیر کسان یې ټپیان کړي دي.
ویل کیږي چې پر پښتنو محصلینو برید هغه مهال شوی چې دوی قامې جرګې ته روان وو.
په خواله رسنیو خپرو شوو انځورنو کې د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي، او داسې ښکاري چې د پښتنو محصلینو اتاقونه زیانمن شوي دي.
داسې ادعاوې کیږي، چې پنجابي محصلینونو په دغه بریدونو کې له چړو کار اخیستی او ځینې پښتانه محلصین یې مرګوني ټپیان کړي دي.