
جرمنی بايسکلچلوونکی له ۱۸ هېوادونو وروسته بلخ ته رسېدلی
يو جرمنی ګرځندوی پر ۱۸ هېوادونو له ګرځېدو او اوږده مزل وروسته بلخ ولایت ته رسېدلی دی. د باختر د رپوټ له مخې، روبین د طالبانو له تاوده هرکلي او « ټولنیز ژوند» خوښي ښودلې او ويلي يې دي چې د افغانانو ځانګړي کلتور، دودیز لباس او بېسارې مېلمهپالنې ډېر اغېزمن کړی.