د پاکستان د جمیعت العمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون ناوخته د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د خپل ګوند غړو ته ویلي، چې د دوی د صبر کاسه ډکه شوې او نور د پاکستاني پوځ د زغملو وس نه لري.
د امریکا د سمندري ځواکونو یو پېلوټ چې د چنایي پوځي پېلوټانو په روزولو تورن شوی، له اسټرالیا څخه د وېستل کېدو له ګواښ سره مبارزه کوي.
ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان ته د ایران د زعفرانو په صادراتو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی. د ایران د کلیو د همکارې موسسې مسوول روح الله لطیفي وايي؛ افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات ۱۹۸ سلنه زیات شوي دي.
د اوکراین ولسمشر د هغه د وژلو د هڅې په تور د لوړپوړو چارواکو د امنیت د ادارې د دوه لوړ پوړو چارواکو له ګوښه کولو دوه ورځې وروسته د دغې ادارې مشر هم دله دندې ګوښه کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ نن په دغه سازمان کې د هېواد په توګه د فلسطین د بشپړ غړیتوب د غوښتنې په اړه رایه اچوي. امریکا تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په دې تړاو د فلسطینیانو وړاندیز ویټو کړ.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسراییل د رفح ختیځ ته پوځي پرمختګ پیل کړی او پر ښار یې بریدونه زیات کړي، شاوخوا ۱۱۰ زره فلسطینیان له دغې سیمې تښتېدلي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځلې بیا پارلمان ته د لومړي وزارت لپاره د میخاییل میشوستین وړاندیز وکړ. ښاغلی میشوستین په ۲۰۲۰کال کې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و او د پارلمان له تایید وروسته به یوه بله دوره هم پر دغې څوکۍ پاتې شي.
د برازیل په سوېل کې د سختو سېلابونو له امله د مړو شمېره ۱۰۷ تنو ته لوړه شوه. د برازیل په پورټو الیګر او هغې ته څېرمه سیمو کې لږ تر لږه ۱۳۴ کسان تري تم دي او شاوخوا ۱۶۵ زره خلک بې ځایه شوي دي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مشر جنرال مایکل کوریکلا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د ګډو هڅو په اړه د پاکستان له پوځي چارواکو سره لیدلي دي.
امریکا د پناه غوښتنې په قانون کې نوی بدلون راوستی، چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي چې د مکسیکو له پولې را اوړي په چټکۍ سره یې د پناه غوښتنه ردېږي. د دغه بدلون له مخې، د هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنه به ژر رد شي چې په اړه یې جرمي او د ملي امنیت اندېښنې ډېرې وي.
پر نازي جرمني د پخواني شوروي اتحاد د بریا د کلیزې په مناسبت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دویمه نړۍواله جګړه کې د متحدینو په وروستۍ بریا کې د شوروي اتحاد رول ته په اشارې سره وویل، چې مسکو به د بلې نړۍوالې جګړې د مخنیوي لپاره به هر هغه څه وکړي چې اړتیا یې وي.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ګواښ وکړ، چې په رفح باندې د برید په صورت کې به اسراییل ته د امریکا د وسلو لیږد بند کړي، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هېڅ ډول فشار به دوی له خپل هېواده له دفاع را ونه ګرځوي. هغه زیاته کړه: "موږ به یوازې ودریږو."
د پاکستان پوځ ویاند دغه څرګندونې د مې د ۹مې نېټې په درشل کې پرون کړې وې، چې نن یې ټیک یو کال پوره شو. د تېر کال د مې په ۹مه د تحریک انصاف د مشر او د پخواني وزیر عمران خان د نیول کېدو پر ضد د شویو مظاهرو پر مهال د ځینو دولتي ودانیو تر څنګ یو شمېر پوځي ودانۍ هم زیانمنې شوې وې.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ