افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ پر پکتیکا ولایت د دغه هېواد د هوايي او توغندیزو بریدونو له امله کندهار ته د پاکستاني پوځي پلاوي سفر لغوه کړی دی.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي، د ازبکستان د ترانسپورټ وزير د ولسمشر ځانګړی استازی او د تخنيکي برخو بېلابېلي ډلې د اوسپنې پټلۍ د چارو د ژر پيلېدو لپاره کابل ته راغلي دي.
له اسلام اباد څخه سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د دې هېواد هوایی ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۰ مه) نېټه د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان ځایونه په نښه کړل. په ورته وخت کې سرچېنې وايي، چې پاکستاني توغندي په پکتیکا کې پر هدفونو لګېدلي دي.
په کندهار کې د زدهکوونکو کورنۍ شکایت کوي، چي په ښوونیزو مرکزونو کې یې اولادونه د ښوونکو له لوري وهل کیږي او ماشومانو یې د زدهکړو روحیه له لاسه ورکړې. دوی وايي، ښوونکي او ملایان یې واړه په لښتو او کېبلونو وهي او سختې سزاګانې ورکوي.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، الله ګل مجاهد د سعدالله د وژنې په یوه قضیه کې تورن پېژندل شوی او د محکمې تر حکم پورې به بندي وي. خالد ځدراڼ ویلي؛ الله ګل مجاهد د یوه کس د وژلو په تور نیول شوی او دا مهال د پولیسو په بند کې دی.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو سېلابونو راوتلو په دوام د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت تازه خبرداری ورکړی چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړیږي او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
له اروزګان ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو په دغه ولایت کې سیمه ییزو خبریالانو ته ویلي چې «یابه ږیرې پریږدئ او یا هېواد.» اروزګان کې ځايي خبریالان وايي، طالبان يې په شخصي حریم او خپرونو کې لاسوهنه کوي.
د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱۰۸ تنه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۱۸ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت وايي، یاد کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه ستانه کړل شوي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محرم نه لرلو له امله د کندهار د ښځو په روغتون کې یوه بوډۍ ښځه او د هغې مېندواره اینګور سختې وهلې دي. سرچينو زياته کړې، چې طالبانو له وهلو ټکولو وروسته هغوی بېرته کور ته ستنې کړي.
په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د درېیو غلو د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وایي، چې د صنعت برخه په ملي ناخالص تولید کې مهم رول او د صنعت پیاوړتیا په هېواد کې د کارموندنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د طالبانو د سياسي مرستيال دفتر وايي، چې د ازبکستان يو پلاوي له مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي، چې ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږد مهاله اقتصادي پروژې پيل کړی.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو سره د مبارزې لپاره یې "سمدستي" اووه مټریک ټنه اړین درمل او طبي وسایل مرسته کړې ده.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ