سید عالم مسید: حکومت مجبوره شو چې پښتون قومې جرګې ته اجازه ورکړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی سید عالم مسید د پښتنو قومي جرګې جوړېدو ته د پاکستان د فډرالي حکومت له خوا له اجازه ورکولو وروسته وویل: «ریاست پښتون قومې عدالت ته په اجازه ورکولو اړ شو.» نوموړي پر فېسبوک لیکلي، چې د پښتنو یووالی د دوښمن د ماتې په مانا دی.
ښاغلي مسید دغه خبرې تر هغه وروسته وکړې، چې نن د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ د پښتنو مشرانو له پاکستاني چارواکو سره غونډه وکړه او پرېکړه وشوه، چې د پښتنو د عدالت غوښتنې قومي جرګې ته به اجازه ورکړل شي.
ټاکل شوې چې سبا ته به د منظور پښتین په مشرۍ د د زرګونو پښتنو مشرانو په ګډون د پښتنو قومي جرګه جوړه شي.
د پاکستان حکومت په ډېرو هڅو سربیره ونشو کړای، چې د دې جرګې د جوړېدو مخه ونیسي.