د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند د خیبر جرګه د «ای اېس ای» پټه اجنډا بللې ده

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند د خیبر جرګه د «ای اېس ای» پټه اجنډا بللې ده. د سیف خیبر په نوم دغه طالب چارواکی لومړی کس دی چې د طالبانو له منځه یې پر دغې جرګې داسې تور پورې کړی.

تر اوسه پورې خپله پاکستاني حکومت د خیبر جرګې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر په خپلې اېکس پاڼې لیکلي:«د ای اېس ای د توطیو قراردادیان او مهار شوي اجیرانو ته یواځې دومره وخت او ځای مهم دی، چې یو څوک یې واکسین شوی فکر واوري.»

همدارنګه نوموړي لیکلي، چې دوی «جرګه والو» ته سهولتونه او د اتلولۍ لقبونه د دې لپاره ورکړل کیږي، چې د پاکستاني استخباراتو تګلاره مخته یوشي.

سیف خیبر د کوم چا او یا هم ډلې د نوم ښودلو پرته وړاندې لیکي، چې پر ممبرونو باندې په بېځایه ویناوو، د عمل پر ځای خلک په ګیلو «غولولو» په کامله مانا د «ای اېس ای» پاکستاني استخباراتو د مخفي ګټو د چوکیدارانو کار دی.