جرګې ته د منظور پشتین وړاندیزونه: طالبان او پوځ دې په ۶۰ ورځو کې له پښتونخوا ووځي
منظور پشتین وايي، چې پښتون قومي جرګه دې له قومونو او سیاسي ګوندونو نه یو جوړ ۲۴۰ زره کسیز ملي لښکر اعلان کړي، چې په خپلو سیمو کې د امنیت چاره پرغاړه واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خیبر ولسوالۍ کې جوړې پښتون قومي جرګې ته وړاندیز وکړ، چې طالبان او د پاکستان څارګرې ادارې دې ترهګرې وګرځوي او دواړې خواوې دې په ۶۰ ورځو کې له پښتونخوا ووځي.
پشتین وايي، پښتون قومي جرګه دې له قومونو او سیاسي ګوندونو نه یو جوړ ۲۴۰ زره کسیز ملي لښکر اعلان کړي، چې په خپلو سیمو کې د امنیت چاره پرغاړه واخلي.
هغه وړاندیز وکړ، چې د هر ګوند او ولسوالۍ پر سر دې ملي لښکر ته درې- درې زره تنه ورکړل شي.
منظور پشتین د جرګې عمومي تالار ته په خپل وړاندیز کې وویل، چې طالبان د ښه او بد، او پوځ د آی ایس آی او ایم آی [پوځي استخباراتو] په نومونو یادیږي، نو جرګه دې دا پنځه واړه ترهګر اعلان کړي.
منظور پشتین چې خبرې یې د جرګې د ګډون کوونکو له خوا په چکچکو بدرګه کېدې، وویل، چې پښتانه له چا سره په جګړه کې ښکیل نه دي؛ پوځ له طالبانو سره د جګړې په نامه او طالبان له پوځ سره د مقابلې په نامه جګړه کوي، خو پي ټي اېم غوښټنه کوي چې دواړې ډلې دې په دوو میاشتو کې له پښتونخوا ووځي.
هغه د پاکستان جمهوري نظام تر پوښتنې لاندې راوست او د حکومت د جرګو اوسنی سیسټم یې د انګریزانو د وخت د جرګو له سیسټم سره پرتله کړ. پشتین وویل، چې حکومت له پښتنو سره د قوم په توګه جرګه نه کوي، بلکې له هرې قبیلې سره بېلې بېلې جرګې کوي. هغه وړاندیز وکړ، چې له دې وروسته دې هیڅوک د پښتون قامې لویې جرګې له اجازې پرته جرګې نه کوي.
برېښنا د خیبر پښتونخوا تر ټولو ستره عایداتي سرچینه ګڼل کیږي، چې ډیره برخه یې پنجاب ایالت ته ور کول کیږي.
پشتین ددې ستونزې د حل په تړاو وویل، چې جرګه دې په پښتونخوا کې د برېښنا د یو کیلوواټ بیه پنځه پاکستانۍ روپۍ وټاکي او هیڅوک دې د برېښنا د لګښت په بدل کې له دې ډیر لګښت نه ور کوي. هغه دغه راز په پښتني سیمو کې د کاني زیرمو او نورو سرچینو په اړه د یوې کمیټې د جوړولو وړاندیز وکړ، چې سیمې تشخیص کړي او له اړتیا اضافي استخراج باندې بندیز ولګوي.
د افغانستان او پاکستان، په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې ازاده سوداګري د دواړو خواوو پښتنو لپاره مهمه مساله ده.
په تېرو څو کلونو کې پاکستاني اړخ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر سوداګریزه راشه درشه بندیزونه لګولي او د سیمې تاجران له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د تورخم، خرلاڅي، انګور اډې او سپین بولدک-چمن لویې او وړې لارې وخت ناوخته د افغان ټرانزیټي توکو او محصولاتو پر وړاندې تړل کیږي، چې سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړوي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سوداګرۍ په اړه نوموړي وویل، چې دوی ډیورنډ کرښه نه مني او ټولې لارې دې پرانېستل شي. هغه وړاندیز وکړ، چې د انګریزانو د واکمنۍ په وخت کې چې کومې اسانتیاوې رامنځته شوې وې، پاکستان دې هغه اعاده کړي او که داسې نه کوي پښتانه یې هیڅ ډول ادارې او مقررات نه مني.
منظور پشتین وړاندیز وکړ، چې جرګه دې په کابل کې د طالبانو له حکومت نه وغواړي چې افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو حق ور کړي. هغه وویل، چې د افغانستان هره مساله او ستونزه پر ټوله سیمه اغیز کوي.
نوموړي د جرګې د پریکړو په تړاو وویل، چې ددغه عدالت پرېکړې دې د هاګ له نړیوالې محکمې او نورو نړۍ والو محکمو سره شریکې شي.
ټاکل شوې پښتون قامي جرګه ډېر زر د خپلې مشرتابه کمیټې له لارې وروستی پرېکړه لیک واوروي، چې ددې جرګې د ټولو اتیاګونو خیمو استازي او د بحثونو نچوړ به په کې شامل وي.