ایمل ولي خان به سبا ته د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې کې ګډون وکړي

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۱۱مه) ولي باغ کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د شنبې په ورځ (د اکټوبر ۱۲مه) به د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې کې ګډون او د پښتون قوم وکالت وکړي.

ایمل ولي خان د پښتنو د عدالت غوښتنې قامي جرګې مبارکي ټول پښتون قوم ته ورکړه او وې ویل: «دا یو پوهاوی دی، هغه پوهاوی چې باچا خان سل کاله مخکې ورته ډېره هڅه او مبارزه وکړه او دا جرګه د همغو هڅو یوه بیلګه ده.»

ایمل ولي خان زیاته کړه، چې په جرګې کې چې هر څه فیصله وشوه هغه به موږ د پاکستان حکومت ته مخې ته کیږدو او هڅه به وکړو چې هغه مسایل حل شي.

ایمل ولي خان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،: «پرون چې مو کومه جرګه وکړه په هغې جرګې کې دا پرېکړه وشو، چې نا قانونه او داسې خبره چې د پاکستان د حکومت په ګټه نه وي د تاوان رسولو خبره خو لرې ده، هغه باید په جرګې کې یاده نه شي.»

ایمل ولي خان وویل: «موږ د پاکستان حکومت منو، جرګه به یې هم مني، ټول پښتانه حکومت مني، موږ پاکستانیان یوو، او موږ ویاړو چې پاکستانیان یوو. بس فرق دومره دی، چې حکومت هم موږ ومني، له موږ سره د خپلو اولادونو په څېر چلند وکړي.

ایمل ولي خان خبري غوڼدې ته خپلو خبرو کې وویل: «موږ پښتون قوم په ځانګړې ټوګه کوم چې زما نسل دی یا هم تر ما ځوان نسل چې دی یا هم زموږ مشرانو په خپل ژوند کې دا کلمه ډېره اوریدلې کومې ته چې موږ امن وایوو. موږ بدبختانه امن اوریدلی، د امن نغمې مو اوریدلي، د امن سندرې مو اوریدلي، خو په خپل ژوند کې مو په خپلې خاورې امن نه دی لیدلی.»

هغه وویل، چې عوامي نشنل ګوند د همدې امن لپاره د خپلې خاور او هېواد لپاره قربانیانې ورکړي. دغه ګوند په هېواد کې د امن راوړلو لپاره د ترهګرۍ او امن ترمنځه د یو دیوال په څېر ولاړ و او تاریخ شاهد دی چې د ژوند په بیه مو د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې امن راوستی.

هغه وویل: «زه دا منم چې پښتون قوم ترهګرۍ ته نژدي دي، خو بدبختانه پاکستان کې نورو قومونو قربانیانې ورکړي. دلته بلوڅان د امن او ترهګرۍ تر منځ قرباني کیږي، دلته زموږ هزاره ورونه د امن او ترهګرۍ ترمنځه قرباني کیږي.»

ایمل ولي خان وایي: « امن یوه ټنۍ نه ده چې فشار ورکړو او امن راشي. د امن راوستلو لپاره اوږدې هڅې پکار دي چې ترسره شوي هم دي.»