اېمل ولي خان: د پښتنو ستونزې ډېرې دي، خو موږ به یې په سوله‌ییزه توګه حل کړو

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي:« زه باوري یم، چې د پښتنو ستونزې ډېرې دي؛ خو موږ به یې په سوله‌ییزه توګه غوڅې کړو.»

عوامي نشنل ګوند د اېمل ولي خان له قوله لیکلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې او مذاکرات باید لومړی ترسره شوي وای.
هغه زیاته کړې، له خبرو اترو وروسته به هم تاسو وګورئ چې په ارامه فضا کې هر څه روان دي.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې په بېګانۍ غونډه کې د پښتونخوا د سر وزير په ګډون د ټولو سياسي ګوندونو استازو برخه لرله.
هغه دا رنکه ویلي، په دغې غونډه کې پرېکړه شوې، چې ستونزې به اوري او د حل لپاره به یې هڅه کوي.