فضل هادي مسلمیار: دغه جرګه پښتانه له هر ډول جبر او زور زیاتي څخه په امان کې ساتي
د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار وایي، پښتانه جرګه کوي او غواړي چې د خپل راتلونکي لپاره یوه داسې تګلاره جوړه کړي چې له هر ډول جبر زور او زیاتي څخه په امان کې وي او سرومال یې خوندي شي.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي، چې د اکتوبر یوولسمه د پښتون قومي عدالت او جرګې تاریخي ورځ ده.
د ښاغلي مسلمیار په وینا، د دغې پښتني جرګې د ناکامولو په موخه «جابر» ریاست خپل ټول زور او پوځي ځواک وکاروه؛ خو ونه توانېد «چې غیور او مېړني پښتانه له دې جرګې څخه په شا کړي.»
هغه زیاته کړې:« د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر یوولسمه په ټول پښتانه قوم غږ کړی، چې په دې ورځ به د پښتنو د قومي عدالت او جرګې ورځ وي او د خیبر پر غیرتي او ویاړلې خاوره به ټول قومونه پر یوه ټغر سره د خپل راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره راټولیږي.»
هغه وړاندې لیکلي، په ګڼ شمېر پښتانه له بېلابېلو قبایلو او ښاري سیمو څخه په خیبر میدان کې راټول شوي او د خپلو شهیدانو د وینو حساب او له دوی سره د ریاستي ادارو د جبر، ظلم او ناروا حساب کتاب د غوښتلو لپاره خپل غږ پورته کوي.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې ویلي:« زه د دوی د قومي جرګې کلک ملاتړ کوم او دعا کوم، چې خدای تعالی دې پر پښتانه قوم مسلط جابر او ظالم واکداران د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.»