زلمی خلیلزاد: د پاکستان د حکومت له مخالفت سره، سره پښتنو په خیبر کې بریالۍ جرګه وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، سره له دې چې د پاکستان حکومت یې د مخنیوي پوره هڅې وکړې خو د پي ټي ایم په کوربتوب پښتنو په خیبر کې بریالۍ جرګه وکړه.

هغه وايي، د دغې جرګې د بریالیتوب یو اړخ دا و چې په کې د پښتنو د قومي، سیاسي او ټولنیزو نارینه مشرانو تر څنګ ښځو هم ګډون درلود.
ښاغلي خلیلزاد نن سې شنبه د (تلې ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې خیبر کې د پښتنو جرګې ډیرې مهمې پریکړې وکړې او په پاکستان کې یې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مهم ټکي یاد کړي: «د خپلې سیمې طبیعي زیرمو ته لاسرسی، د وسله والو ډلو شړل او ترهګرو پټنځایونو پای ته رسول او ورسره یې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو په برخه کې په کلکه ملاتړ وکړ.»
زلمي خلیلزاد اندیښنه څرګنده کړه چې ښايي د جرګې له لارې د ځینو وړاندې شویو ټکو په وړاندې د پاکستان حکومت منفي غبرګون وښيي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي خو وايي، د پښتنو هوډ دا ځل کلک بریښي.
خیبر کې د پښتنو جرګې د خپل پریکړه لیک په یوه ماده کې ویلي، چې په دوو میاشتو کې دې پاکستاني امنیتي ځواکونه له ټولې پښتونخوا ووځي.
ښاغلی خلیلزاد زیاتوي چې پي ټي ایم هغه غورځنګ دی چې کلونه یې د پښتنو د بشري حقونو لپاره مبارزه کړې او په پاکستان کې د حکومت په مخالفت سربېره یې د دومره پراخې غونډې رابلل د پام وړ خبره ده.
د پي ټي ایم په کوربه توب په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه د اکتوبر له ۱۱مه تر ۱۳مې پورې په بریالۍ توګه ترسره شوه، که څه هم تر هغه وړاندې د پاکستان حکومت د جرګې د مخنیوي په هڅو کې په مخامخ ډزو کې څلور کسان ووژل او نږدې شل تنه یې ټپیان کړل او ورسره یې لویې لارې، ټلیفوني شبکې او انټرنیټ د یوې اونۍ لپاره په بشپړ ډول تړلي وو.