زکيم خان وزير: د پښتنو قومي جرګې پرېکړې به داسي عملي کيږي لکه جرګه چې وشوه
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې او د اطلاعاتو څانګې غړی زکيم خان وزير په خيبر ولسوالۍ کې د پښتنو قومي جرګې پرېکړې مهمي يادي کړې او زياته یې کړه: « د ټولو مشرانو په مشوره او هوکړه ډيرې مهمې پريکړې وشوې، چې انشالله عملي کول به يې هم داسې وي لکه د خيبر جرګه چې ترسره شوه.»
زکيم خان وزير په خيبر کې د پښتنو قومي جرګې په څلورمه ورځ پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ليکلي، چې له «کلونو وروسته پښتانه افغانان د خپل قام او ښه راتلونکي لپاره په يو سټېج سره را ټول شول.»
د نوموړي په خبره، چې د افغانانو حوصلې درک کولی شي او هيله یې څرګنده کړې، چې د جرګې پرېکړې به خپلواکۍ ته لاره هواروي.
هغه دغه قومي جرګه د تاریخ په بیا ژوندي کولو کې مهمه یاده کړه او زياته یې کړه، چې جرګه په کامياب ډول پای ته ورسېده.
وزير د خلګو له پراخ ګډون څخه هم مننه کړې او له هغوی يې غوښتي، چې په ګډه او ملي يوالي مخ ته ولاړ شي.