افراسیاب خټک: د پاکستان حکومت په پېښور او خیبر کې انټرنیټ په بشپړ ډول بند کړی

پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د پاکستان حکومت د ټولو اصولو په تر پښو لاندې کولو سره په پېښور او خیبر کې انټرنیټ په بشپړ ډول بند کړی، او غواړي په دې سره د جرګې د خبري پوښښ مخه ونیسي.

هغه په یادو سیمو کې د ټلیفوني شبکو او انټرنیټ بندېدل خلکو ته د ډله ییزې سزا په معنا بللې ده.

ښاغلي خټک ویلي، چې د پاکستان حکومت په هر ډول هڅه وکړه چې د دغې جرګې د کېدولو او بیا په رسنیو کې د خبري پوښښ مخه ونیسي خو وايي بیا هم خبریالانو او د خواله رسنیو فعالانو دغې جرګې ته له نورو لارو خبري پوښښ ورکړی دی.

په خیبر کې د پښتنو جرګې نن د اکتوبر ۱۳مه درېيمه او ښايي وروستۍ ورځ وي او ټاکل شوې چې نن د جرګې ټول ګډونوال د تېرو دوو ورځو پر موضوع ګانو خپلې پرېکړې وروستۍ کړي او د دغې جرګې پایلې وړاندې کړي.