میا افتخار حسین: پښتون ژغورنې غورځنګ نه کوم تشدد کړی او نه جرګه جوړول بې قانونه کار دی
د پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند مشر پر پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د حکومت بندیز د جمهوري اصولو خلاف بولي.
میا افتخار حسین د پښتونخوا د صوبايي کابینې په غونډه کې دا هم وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نه کوم تشدد کړی او نه جرګه جوړول بې قانونه کار دی.
نوموړی د اسلام اباد بندیز د بدنیتۍ له امله بولي او وايي، غورځنګ د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه جرګه جوړول غواي.
هغه تر دې مخکې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ګوند پي ټي ای د حکومت بندیز لګېدو ته په اشاره وویل، چې عوامي نېنشل ګوند تر ټولو مخکې د دې بندیز مخالفت وکړه.
میا افتخار حسین زیاته کړه چې پر ګوندونو او امن غورځنګونو بندیز لګول د حکومت سیاست جوړ شوی، خو دا ډول ډیکټاټورانه سیاست ته اوس اجازه نشته.