نادري: مدني مبارزه او له ظلم د خلاصون لپاره هڅې په هر ځای کې د ستایلو دي

له طالبانو سره د پخواني افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري په پښتونخوا کې د پښتنو جوړېدونکې قومي جرګې ته په اشارې وایي: «مدني مبارزه او له ظلم او استبداد د خلاصون لپاره هڅې په هر ځای کې د ستایلو دي.»

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د پي ټي اېم په مشرۍ د پاکستان د پوځ پروړاندې درېدل او د عدالت غوښتنه د وروستیو کلونو له الهام بښونکو ولسي خوځښتونو څخه دي.
ښاغلی نادري وایي: «د عدم تشدد او د عدالت غوښتنه چې د پي ټي اېم په مشرۍ ترسره کېږي، د پاکستان د پوځ د استبداد، وژنو، جبري ورکېدو او د بې ګناه خلکو د دوامداره مدني حقونو د نقض پر ضد د وروستیو کلونو له الهام بخښونکو ولسي خوځښتونو څخه دی چې د ستاینې وړ دی.»
نادري دغه راز د پښتنو په قومي جرګه کې منظور پښتین او د جرګې جوړوونکو ته د بریا او استقامت هیله وکړه.
که څه هم د پاکستان حکومت هڅه کوي، چې د منظور پښتین په مشرۍ سبا په خیبرپښتونخوا کې د زرګونو پښتنو په ګډون د قومي جرګې د جوړېدو مخه ونیسي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ټینګار کوي، چې دا جرګه به په هر حال کې ترسره کړي.