خوشحال خان کاکړ: د پښتنو قومي جرګه دې پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته هم پام وکړي

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وايي، خیبر کې د پښتنو قومي جرګه دې په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستي دوه کلن وضعیت ته پام وکړي او د پاکستان پر حکومت دې فشار راولي چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

هغه تېر ماښام په خیبر کې قومي جرګې ته د وینا پر مهال وويل، چې دغه افغان کډوال هم د «د پاکستاني ریاست د ظلمونو، د عربو او امریکا د استعماري سیاستونو له امله پاکستان ته را کډوال شوي او باید داسې چلند ورسره ونه شي.»

ښاغلي کاکړ په خپله وینا کې وويل، چې د پاکستان حکومت دې له دې وروسته پر افغان کډوالو له زور زیاتي لاس واخلي او د نړۍوالو قوانینو له مخې دې له هغوی سره انساني چلند وکړي.

خوشحال کاکړ د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، جرګه دې پرېکړه وکړي چې: «پاکستاني پوځیان باید د پښتنو له سیمو ووځي او خپلو ځایونو ته دې ستانه شي.»

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د بلوچستان د خلکو د وژل شوي استازي عثمان کاکړ زوی خوشحال خان کاکړ د په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه داسې مهال څرګندونې کوي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو له تېرو دوو کلونو راهیسې په زور د افغان کډوالو نیولو او ایستلو ته کار ویلی او لا هم له کورونو او کار ځایونو څخه د افغان کډوالو نیول روان دي.