د جمهوري غوښتونکو د سیاسي اړیکو مشر: حکومتونه په زور د ولسونو غږ نه شي غلی کولی

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د پښتون قومي جرګې پر تنظیم کوونکو د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې وايي، چې حکومتونه په زور د ولس غږ نه شي غلی کولی.

د یاد خوځښت د سیاسي چارو مسوول شاه محمود میاخېل وايي، دغه جرګه د پاکستان د پوځي ادارې، استخباراتو او پولیسو د لسګونو کلونو د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې را بلل شوې او خلکو ته د تکلیف نه رسېدو په خاطر له ښارونو او کلیو لرې سیمه ورته په پام کې نیول شوې ده.
میاخیل وايي: «له دې سره - سره د پاکستان پوځ او پولیسو د جرګې پر ځای وسله وال برید وکړ او د پي ټیم ایم درې غړي یې شهیدان او یو شمېر نور یې زخمیان کړل».
نوموړي پر جرګه د پاکستان د امنیتي ځواکونو دغه برید غندلی دی.