عبدالصمد خان: د پښتنو قومي جرګې ته ۳۰ زره کسان دعوت شوي دي
د پښتنون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی عبدالصمد خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې ۳۰ زره کسانو ته یې د دعوت کارتونه ورکړي دي. نوموړی وايي، چې ښايي شمېر له دې هم زیات شي.
د خان په خبره، چې د جرګې د امنیتي چارو د تنظیم لپاره یې ځانګړي اشخاص ګومارلي دي او جرګه به په پوره امن ترسره شي.
عبدالصمد خان د پاکستان له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو د بندیز په تړاو ویلي، چې دوی به له قانوني او مزاحمتي لارو چارو کار واخلي.
هغه زیاته کړه: "دوی به نور څه وکړي، په تېرو شپږو کلونو کې موږ یوازې زنداني شوي یو، وژل شوي او ځپل شوي یو".
ټاکل شوې، چې د اکټوبر په ۱۱مه نېټه په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه جوړه شي؛ خو د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.