ایمل ولي خان: د خیبر جرګې موخه د پښتنو د سولې او ستونزو حل دی
د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان رسنیو ته ويلي، چې د خیبر جرګه د پښتنو د سولې، سرچینو او ستونزو په اړه ده. نوموړی زياتوي: « ټول بايد ګډه هڅه وکړو، چې د ملت د ستونزو حل پيدا کړو.»
د عوامي نشنل ګوند پر اېکس پاڼه ليکلي، چې د ایمل ولي خان په مشرۍ د ګوند يو شمېر غړي جرګې ته رسېدلې دي.
د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۱۱مه) ولي باغ کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د شنبې په ورځ (د اکټوبر ۱۲مه) به د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه کې ګډون او د پښتون قوم وکالت وکړي.
نوموړي د پښتنو د عدالت غوښتنې قامي جرګې مبارکي ټول پښتون قوم ته ورکړه او وې ویل: «دا یو پوهاوی دی، هغه پوهاوی چې باچا خان سل کاله مخکې ورته ډېره هڅه او مبارزه وکړه او دا جرګه د همغو هڅو یوه بیلګه ده.»