شاه محمود میاخېل: د پښتون د عدالت غوښتنې قامي جرګې دایریدل پخپله یوه لویه کامیابي ده

د تېر حکومت د دفاع وزارت سرپرست او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول شاه محمود میاخېل وايي، چې د پښتونو د عدال جرګې دایریدل په خپله یوه لویه کامیابي ده.

شاه محمود میاخېل لیکي چې د دغې جرګې حکومتي او غیر حکومتي مخالفین په افغانستان او پاکستان کې کوښښ کوي، چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو او د ولس د بیځایه توقعاتو د لوړولو په اساس د جرګې اهمیت راټیټ کړي.

شاه محمود میاخېل وايي:«زما په اند، جرګه به هغه پریکړې کوي چې په لنډمهال کې سمدستي د دوی په سیمو کې د افراطیت، ورور وژنې، نیابتي جګړو او د پاکستان د پوځ د ظلمونو مخه ونیسي.»

ښاغلی میاخېل په دې باور دی چې په منځمهال کې د جرګې لپاره دا مهمه ده، چې د خپلو سیمو واک او اختیار د دوی سره وي او د پنجاب د جابرانه حاکمیت نه خلاص شي.
هغه زیاتوي، چې په اوږدمهال کې دا مهمه ده چې د ډیورند فرضي کرښې په دواړو خواو کې افغانان څنګه په امن او سوله کې ژوند وکړي.
میاخېل همدراز وايي: «البته د دغو اهدافو د عملي کولو په میکانیزمونو زیات بحث ته د جرګې مشرانو لخوا اړتیا ده.»
شاه محمود میاخېل وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ یې پخوا هم کړی او اوس یې هم کوي. هغه زیاتوي: «ځکه دا حرکت د لر او بر د ټولو افغانانو د حقونو د لاسته راوړلو او په امن کې ژوند کولو خود جوشه حرکت او د خلکو د زړونو اواز دی.»