ایمل ولي خان: حکومت د سوله خوښو پر وړاندې د جلاد په څېر عمل کوي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان د امنیتي ځواکونو برید په غبرګون کې ویلي، چې پښتانه ګواښناک غبرګون ته اړ اېستل کیږي.
ایمل ولي خان وايي، یو پلو ته ښه او بد طالبان د پښتنو وینې تويوي؛ خو بل پلو چې خلک د هغوی پر وړاندې سوله ییزې هڅې کوي، حکومت یې پر وړاندې د جلاد په څېر همغه عمل تکراروي.
ایمل وايي، پښتانه په دې هم سره وېشل کیږي چې ایالتي حکومت د دې کړنو مسوول مرکز او مرکز یې ایالتي حکومت بولي.
ایمل ولي خان د یوې اعلامیې په ترڅ کې، چې د عوامي ملي ګوند پر رسمي ادرسونو خپره شوې، پر بې ګناه خلکو ډزې شرموونکې کړنه ګڼلې او وايي، د دغو خلکو په وژنه کې ایالتي او مرکزي دواړه حکومتونه برابر ښکیل دي.
په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ننني برید کې د دریو کسانو د وژل کېدو او تر لسو د ډېرو نورو د ټپي کېدو خبر ور کړل شوی.