محسن داوړ: له افغان ولس څخه واک پاکستان اخیستی او پرېکړې یې هم دلته کیږي
د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر او د پاکستان قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ تېره شپه په خیبر کې قومي جرګې ته د وینا پر مهال وويل چې له: «افغان ولس څخه واک د پاکستان حکومت اخیستی او په اړه یې په دغه هیواد کې پرېکړې کیږي.»
هغه وايي، تر هغه مهاله چې د پاکستان حکومت دا ډول سیاست روان وي، نه په افغانستان کې امن راتلی شي او نه هم په پښتونخوا کې امن راځي.
هغه وايي، چې په خیبر کې د پښتنو جرګه باید داسې وړاندیز وکړي چې په افغانستان کې دې لویه جرګه جوړه شي او د هغې له لارې دې بیرته د جمهوریت رامنځته کولو لپاره پرېکړه وشي او بیرته دې په افغانستان جهموري حکومت رامنځته شي.
هغه وايي، د خیبر قومي جرګه دې دلته داسې پرېکړه وکړي چې: «په افغانستان بیرته اساسي قانون پلی شي او د هغه له لارې دې ټولې چارې مخته ولاړې شي.»
هغه وايي، تر هغې پورې چې په افغانستان کې بیرته اساسي قانون پلی نه شي او بېرته جهموري حکومت رامنځته نه شي نو په ټوله پښتنه سیمه امن او ژوند نه شي سمېدی.
طالبانو له د محسن داوړ داسې څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښودلی.
په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې نن ۱۳ اکتوبر درېیمه ورځ ده او ویل کیږي چې نن به ټول پښتانه د خپل راتلوونکي ژوند او په خپلو سیمو د امنیت راوستو او هلته د بېلابیلو چارو په اړه پرېکړې وکړي.