پاکستاني ځواکونو د کوهاټ تونل د تګ راتګ پر مخ بند کړ
د کوهاټ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې نن ماسپښین پاکستاني ځواکونو د کوهاټ تونل د ترافيکو پر مخ بند کړی او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. بل لوري بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، چې پاکستاني حکومت دا کار د قومي جرګې د مخنيوي لپاره کړی.
له سيمې څخه یو شمېر شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې پاکستاني ځواکونو د کوهاټ تونل مخ ته لوی موټرونه او موانع ايښي او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
سرچینې وايي، چې دغه تونل د پېښور او پاکستان د نورو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ لویه لاره ده.
پر ټولنيزو رسنيو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو هم د کوهاټ تونل تازه تصويرونه نشر کړي، چې د تونل مخ ته ګڼ پاکستاني ځواکونه او لوي موټرونه لیدل کيږي.
که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د پاکستاني حکومت له لوري د تونل بندېدل په قومې جرګه کې د خلکو د ګډون د مخنيوي هڅه يادوي؛ خو د غورځنګ مشر منظور پښتين په ټینګار ويلي: « پرېکړه يې کړې، چې جرګه به خامخا کيږي.»
پاکستاني پوليسو په سيمه کې خلکو ته ویلي، چې په تونل کې د چاودېدونکو توکو د پېدا کېدو له کبله یې لاره بنده کړې.
پاکستان په رسمي ډول د کوهاټ تونل د بندېدو لامل نه دی ويلی او نه یې هم روښانه کړې، چې تر څه وخت به دغه لار تړلې وي.