منظور پښتین: پاکستاني عسکرو د جرګې خیمه نړولې او هغه ځای یې تر خپلې ولکې لاندی راوستی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پاکستاني عسکرو خیبر کې د جرګې خیمه نړولې او هغه ځای یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی. منظور پښتین وايي، «خو موږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه هرو مرو کوي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن چهارشنبه (تلې ۱۸مه) تازه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې خیبر کې د پښتنو د قومي جرګې پر میدان پاکستاني عسکرو ولکه کړې، او د لویو ماشینونو پر مټ یې په دغه میدان کې یې کندې جوړې کړېدي.
ښاغلی پښتین وايي، «په پاکستان کې د پښتنو حثیت دا شو چې په خپلو زرګونو کلونو اباد کلي او سیمو کې هم د خپلو دودونو سره سم د یوې جرګې اجازه هم ریاست پاکستان نه ورکوي.»
هغه وايي: «خو موږ سپینه خبره ورته کوو چې پښتانه به جرګه حتماً کوي اوس خو جرګه لا هم ضروري شوه.»
ټاکل شوې چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱مه نیټه د خیبر په جمرود کې د ټولو پښتنو د روانو حالاتو او امنیت په اړه قومي جرګه جوړه شي، خو د پاکستان حکومت د دغې جرګې مخالفت کړی او پر پي ټي ایم او جرګه یې بندیز لګولی.