وزیرستانۍ زدهکوونکې: ماين مې دواړه لاسونه غوڅ کړل او د ډاکترۍ ارمان مې په زړه پاتې شو
د راحلې په نوم یوې وزیرستانۍ زدهکوونکي د پښتنو قومي جرګې ته د یوه ویډیویي پیغام له لارې ويلي، چې غوښتل یې د زدهکړو له پای ته رسولو وروسته ډاکتره شي، خو وايي دغه ارمان یې هغه ماین نیمګړی کړ چې د دې دواړه لاسونه یې په مړوندو کې ور خوڅ کړل.
خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په پښتونخوا پر پښتنو د تېرو څو لسیزو جګړو او شویو ظلمونو یوه ډاکومنتري جوړه کړې او په ویډیویي بڼه یې کې د دغې جرګې په میدان کې نندارې ته وړاندې کړه.
د راحلې په نوم د دغې ماشومې زدهکوونکې ورور عطاءالله وزیر وايي چې نوموړې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په ۲۸مه کورته څېرمه د لوبو پر مهال هغه ماین والوځوله چې دې په لاس کې اخیستی و: «پاکستاني پوځ د خپل ځان ساتلو لپاره زموږ په سیمه کې د خپل مرکز شاوخوا ماینونه خښ کړي او موږ ورته ویلي هم وو چې دا مایونه له دې ځايه لرې کړي خو هغوی نه منله، یوه ورځ چې خبر شوم چې خور مې په ماین الووتې چې ورغلم روغتون کې مې ولیده چې دواړه لاسونه ماین ترې غوڅ کړي.»
د سویلې وزیرستان واڼه اوسیدونکي راحله وزیره وايي، چې نورې زدهکوونکي وینې نو ډیره نهیلي کیږي: «کله چې خپلو پرې شویو لاسونو ته ګورم او وینم چې نورې نجونې زدهکړې کوي او یا لوبې کوي نو زه ډیره نهیلي کیږم، ماته ډیر افسوس کیږي، چې زه ولې له زدهکړو پاتې شوم، ما غوښتل چې ډاکتره شم او خلکو سره مرسته وکړم خو دا ارمان مې په زړه پاتې شو.»
خیبر کې د پښتنو قومي جرګې پر پښتنو سیمو په تېرو لسیزو کې د تېر شوي او روان حالت یوه اوږده ویډیویي ډاکومنټري جوړه کړې او د یوه لوی سکرین له لارې یې په جرګې کې نندارې وړاندې کړه چې پر پښتنو سیمو د تېر شوي حالت بیان خلکو او نړۍ ته په انځوریز ډول وړاندې کړي.
پښتنو دغه جرګې د عدالت غوښتنې په پار جوړه کړې او وايي چې پر دوی د شوي او روان ظلم لپاره دې نړۍ او سیمه د دوی غږ واوري او د دوی ژوند او حقونو ته دې پام وشي.