پښتون یار خان: په خېبر کې د پښتنو عدالتي جرګه د يو فرد نه، بلکې د پښتنو جرګه ده

د خیبرپښتونخوا صوبايي وزیر پښتون یار خان وایي، د خېبر ولسوالۍ د پښتنو عدالتي جرګه د يو فرد نه؛ بلکې د ټولو پښتنو ګډه جرګه ده.

نوموړي دغه څرګندونې په خېبر ولسوالۍ کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
هغه دغه راز ویلي:« سوله، پرمختګ او سوکالي زموږ د ټولو ګډه اجنډا ده.»
هغه زیاته کړې، چې د پښتنو عدالتي جرګې ته اجازه ورکړل شوې، دوی به دغې غونډې ته د ګډونوالو غوښتنې د اساسي قانون په اډانه کې وړاندې کوي.
د هغه په خبره:« موږ تېره ورځ د خيبر ولسوالۍ شهيدانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو لپاره مو د روغتیا دعا وکړه.»