سرچینې: د خیبرپښتونخوا او وزیرستان زرګونه کسان د تړلو لارو له امله په غرونو کې پلي روان دي
د خیبر قومي جرګې مشران وايي، چې د خیبرپښتونخوا او وزیرستان زرګونه کسان د تړلو لارو له امله په غرونو کې پلي را روان دي. دوی وايي، پاکستاني ځواکونو پرې لارې تړلې خو دوی جرګې ته له نورو لارو ځان رسوي.
د ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، نورنګ، کرک، بنو، کوهاټ، کرمې او ځینو نورو سېمو خلک د کاروانونو په بڼه د جرګې لوري ته روان وو، چې تېره ورځ پرې پاکستاني امنیتي ځواکونو د کوهاټ تونل لاره وتړله او دوی ایسار پاتې شول.
په لارو کې ایسارو خلکو د سړکونو تړلو له امله په غرونو کې پلی مزل پیل کړی چې نږدې دیرش ساعته مزل یې کړی او لا پر لارو روان دي.
پاکستاني امنیتي ادارو د پي ټي ایم لسګونه پلویان پر لارو او ښارونو کې نیولي هم دي.
د سوېلي او شمالي وزیرستان زرګونه اوسېدونکي هم د پاکستاني ځواکونو له لوري د پرې تړل شویو لارو له امله په غرونو کې پلي روان شوي چې لا هم پر لارو دي خو ځینې هغه رسیدلي هم دي.
د شمالي وزيرستان د اتمانزیو ټبر لښکر هم پر لاره د بنو په سېمه کې د پاکستاني پوليسو له بريد سره مخ شوی او لاره پرې تړل شوې ده.
د هغوی د زیانونو په اړه جزیات نه دي رسیدلي.
خیبر کې د پښتنو کېدونکې جرګې ته ایله یوه ورځ پاتې ده او ټاکل شوې چې دغه جرګه سبا ورځ ۱۱ اکتوبر پیل شي او د پښتنو سیمو د ورپېښو ستونزو او نا امنیو حل لپاره په کې پرېکړې وشي.