محمود خان اڅکزی: پر پي ټي اېم بندیز غیر قانوني دی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز د قانون خلاف دی. اڅکزي پر خپل اېکس لیکلي چې "د قانون او اصولو له مخې هرڅوک د سیاسي ګوند، تنظیم ،غونډې، وینا او لیک ازادي لري، له همدې امله پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز غیر قانوني دی".
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په داسې وخت کې پر دغه غورځنګ بندیز لګولی، چې ټاکل شوې د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قامي جرګې کوربه توب وکړي.
د دې جرګې ویاند افغانستان انټرنېشنال ته وویل چې په جرګه کې ېې د ګډون لپاره شاوخوا دېرش زره کسانو ته بلنلیکونه استولي دي.