پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر د خلکو مېلمه پالنه وستایله

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي وايي، چې د خیبر ولسونو او کوکي خېل قبیلې د پښتون قومي جرګې ډېره ښه مېلمه پالنه کړې ده.

د دغه غورځنګ جګپوړی غړی حنیف پښتین وایي: «د کوکي خېل قبیلې او ټول افریدي قوم ته دوه لاسي سلام کوم، ان د یاد قوم مېرمنې میدان ته راوتلې وې او زموږ ملګرو ته یې اوبه او خواړه رسول.»

نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، چې د یاد قوم دغه ستره مېړانه د ستایلو وړ ده.
ښاغلی پښتین وایي، افریدي قوم د سلګونو زرو پښتنو مېلمه پالنه په داسې بڼه وکړه چې ټول پښتون قوم پرې ویاړي.

د پښتنو قومي جرګه د منظور پښتین په مشرۍ د زرګونو پښتنو په ګډون په داسې حال کې جوړه شوه، چې د پاکستان حکومت هڅه کوله د دې جرګې د جوړېدو مخه ونیسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تېره شپه ناوخته د دې جرګې پرېکړه لیک د پاکستان حکومت او د جرګې ګډونوالو ته اعلان کړ.
ډېری افغان سیاستوال دا جرګه بریالۍ بولي او د پرېکړه لیک هر کلی یې کوي.