افراسیاب خټک: د کوهاټ لارې په بندېدو سره د سیمې مېلیونونه خلک اغېزمن شوي دي

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی او پښتون سیاست‌وال افراسیاب خټک د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې، چې د لارو په بندولو سره یې مېلیونونه خلک اغېزمن کړي دي.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، له هغې ورځې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ د پښتنو د عدالت غوښتنې لپاره د جرګې د جوړولو هڅې پیل شوې، ورسره ډېرې لویې لارې بندې شوې، چې له ډلې یې یو هم د کوهاټ تونل دی چې هره ورځ پرې مېلیونونه خلک تګ راتګ کوي.
نوموړي دا رنګه ویلي، په مخابراتي شبکو او انټرنېټ لګېدلو بندیزونو هم د خلکو ستونزې زیاتې کړې چې دغه څه د ټولو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د کوهاټ تونل چې د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو لاره پرې سوره ده، د څو ورځو راهیسې تړل شوې، چې له امله یې خلکو ته د زیاتو مالي زیانونو تر څنګ نورې ستړې ستونزې هم راولاړې کړې دي.