عمر داوودزی منظور پښتین ته: د حق غوښتنې په لار روان یې، د ټول افغان ولس ملاتړ در سره دی
د پاکستان په چارو کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت ځانګړي استازي عمر داوودزي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ته په خطاب کې وویل: «د حق غوښتنې په لاره روان یې، د خدای مرحمت او د ټول افغان ولس ملاتړ درسره دی.»
داوودزي په خپل اېکس کې د پښتنو له قومي جرګې ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې ټول افغانان له دې جرګې ملاتړ کوي.
نوموړي منظور پښتین ته په اشارې سره وویل: «په نېکه لار کې دې کامیابی او سرلوړي غواړو.»
له څو ورځو راهیسې د خیبر جرګې ته ډېر میلمانه، قومي مشران، د ګوندونو پلاوي او ځوانان ورسېدلي دي.
اخوا د خیبر قومي جرګې مشران بیا وايي، چې د خیبرپښتونخوا او وزیرستان راتلونکي نور کسان د تړلو لارو له امله په غرونو کې پلي را روان دي.
دوی وايي، پاکستاني ځواکونو پرې لارې تړلي، خو دوی جرګې ته له نورو لارو ځان رسوي.
د ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، نورنګ، کرک، بنو، کوهاټ، کرمې او ځینو نورو سېمو خلک د کاروانونو په بڼه د جرګې لوري ته روان وو، چې تېره ورځ پرې پاکستاني امنیتي ځواکونو د کوهاټ تونل لاره وتړله او دوی ایسار پاتې شول.
دغو کسانو بیا د سړکونو د تړلو له امله په غرونو کې پلی مزل پیل کړی، چې نږدې دیرش ساعته مزل یې کړی او لا پر لارو روان دي.
ویل کېږي، چې د میلمنو پالنې ته درې نیم زره حجرې او کورونه خالي کړای شوي دي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د تېرې ورځې د درېیو وژل شویو کسانو جنازه هم د جرګې په میدان کې وشي.
په پاکستان د پښتنو قومي جرګه به سبا ته پیل شي او د پښتنو سیمو د ورپېښو ستونزو او نا امنیو حل لپاره به په کې پرېکړې وشي.
که څه هم د پاکستان حکومت له څو ورځو راهیسې د پي ټي اېم ډېر غړي نیولي او د جرګې د جوړېدو د مخنیوي هڅې کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر تنظیم کوونکو له برید وروسته په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، چې د جرګې له جوړولو نه پرشا کیږي.