په خیبر کې د کېدونکې جرګې د وژل شویو غړو شمېر څلورو کسانو ته لوړ شو

تېره ورځ په خیبر کې د کېدونکې جرګې پر خیمه د پاکستاني امنیتي ځواکونو په برید کې درې تنه وژل شوي او د ۱۵ شاوخوا ټپیان شوي، چې د هغوی له ډلې یو تن تېره شپه د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او په دې سره د وژل شویو شمېر څلورو تنو ته لوړ شو.

دغه ټپي چې ګمان کیږي له کوېټې څخه جرګې ته راغلی و، بیګاه د پېښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د پاکستان امنیتي ځواکونو وړمه شپه او تېره ورځ د خیبر کېدونکې جرګې پر خیمه برید کړی و او د جرګې میدان یې د څو ساعتونو لپاره ولکه کړی و.
په خیبر د جرګې پر میدان تېره ورځ د پاکستان پولیسو له خوا د درې تنو د وژل کېدو او د شاوخوا ۱۵ تنو د ژوبلېدو خبرونه ورکړل شوي وو.
د دې تر څنګ جرګې ته د پښتنو له قبایلي سیمو هم کاروانونه را روان وو چې پر لارو پرې د پاکستان امنیتي عسکرو له لوري بریدونه شوي وو او د نږدې شل تنو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي و.