فاروق وردګ: دوښمنان مو که د جرګې په مخنیوی کې ناکام شول مګر اوس هم په سنګر کې درته ناست دي
په تېر حکومت کې د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرداري په ډول ویلي، «دوښمنان مو که د جرګې په مخنیوی کې ناکام شول مګر اوس هم په سنګر کې درته ناست دی، نورې دسیسې او توطیې درته جوړوي.»
فاروق وردک نن یکشنبې « د تلې ۲۱مه» په خپله خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي چې د پښتنو قامي جرګې دوښمنان هڅه کوې، چې دجرګې دمحتوا او پرېکړو په اړه افتری ، پېشګویی، اوخودساخته اعلامیې زمزمه کړي.
نوموړی وايي، دا کسان په دا ډول هڅو سره غواړي «د جرګې د ګډونوالو ذهنیتونه مخشوش ، دوښمنانو ته مو سوژه په لاس ورکړي او جرګه له دغې لارې بدنامه او ناکامه کړي. »
فاروق وردک پښتون ژغورنې غورځنګ ته د مشورې په ډول ویلي، چې متوجه اوسئ چې باید ټول یو متحد المال جواب ولرئ، هغه دا چې د جرګو اجنډا، تنظیم، محتوا، پریکړې او اعلامیې به خپله جرګه کوي، هېڅوک هم د جرګې په نمایندګۍ پېشبینينشي کولای.
ښاغلي وردګ همدراز په په اېکس کې د قامي جرګې د جوړېدو په اړه مبارکي ورکړې ده.