پاکستاني طالبانو پښتون قامي جرګې ته د درناوي په دود پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ
د پاکستان طالبانو تحریک د اکتوبر ۱۱ مې پښتون قامي جرګې ته ددرناوي په خاطر د اکتوبر له نهمې څخه تر ۱۳ مې نېټې اوربند اعلان کړی. په اعلاميه کې په پښتنو سيمو کې د پاکستان حکومت او پوځ له لوري سختو ظلمونو ته اشاره شوې او د هغو حرکتونو ملاتړ شوی، چې د حقونو غوښتنه کوي.
د طالبانو تحريک ويلي، چې دوی د اوربند پرمهال يوازې دفاعي حالت غوره کوي.
په اعلاميه کې راغلي، "د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د دښمن پرخلاف د اوربند اعلان کوو. په دغو پنځو ورځو کې د تحریک طالبان پاکستان مجاهدین باید پر دښمن کار ونه لري، البته که دښمن تجاز کاوه نو د دفاع حق لري."
د پاکستان طالبانو تحريک د دوشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي، چې پاکستاني حکومت او پوځ په تېرو څو لسیزو کې د پښتنو پر سيمو بهرنۍ جګړې، ناامني او ظلمونه تپلي دي.
په اعلامیه کې راغلي: " په تېرو ۷۷ کلونو کې دغه دولت او د هغه غلام پوځ د پښتنو طبیعي زیرمې غصب کړې، نامتو علماء او ملي مشران د ناڅرګندو کسانو په مټ په شهادت رسېدلي او زرګونه ځوانان لادرکه شوي."
د پاکستان طالبانو تحریک وایي، چې دوی د پاکستاني پوځ او ظلم پر وړاندي وسله پورته کړې او د هغو حرکتونو، غونډو او جرګو ملاتړ کوي، چې د ظلم او جبر په مقابل کې غږ پورته کوي.
تازه د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز لګولی او یاد غورځنګ یې د اسلام اباد امنیت او سولې ته ګواښ بللی.