د پښتونخوا مشر وزیر: د پښتنو پر قومي جرګې شوی برید د غندنې وړ دی

د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډا پور وايي، چې د پښتنو د قومي جرګې پر غړو شوی برید د غندنې وړ دی او یاده جرګه به په ارامۍ سره ترسره شي.

ګنډاپور زیاته کړې ده، چې جرګه د پښتنو دود دی او اړتیا ده، چې د پښتنو قومي جرګه په ارامۍ سره ترسره شي.

هغه زیاته کړه: " زه هم پښتون یم، تاسو وویل چې څه خبرې وشوې، ما ورته وویل زما بټوه یې هم وړې ده او په هغه کې شناختي کارد هم و".

نوموړي ویلي، چې د پښتونخوا د مشر وزیر په توګه نوموړی د دغه جرګې کوربه دی او د خپلو مېلمنو مېلمه پالنه به کوي.