محسن نقوي: د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډ او پاسپورټونه به بند شي

د پاکستان کورنیو چارو وزیر اسلام اباد کې یوې خبري غوڼدې ته ويلي، د جرګې په کولو هيڅ اعتراض نه شته، خو وايي د زرګونو کسانو راټولېدل جرګه نه، بلکې د یوه موازي حکومت اعلانول دي. هغه ویلي، چې د پي ټي ایم د ملاتړو شناختي کارډ او پاسپورټونه به بند کړي.

هغه وايي، جرګه د خلکو حق دی «خو څوک چې د وسلې پورته کولو غږ کوي د هغوی مخه به نیسو او هیڅ فعالیت ته به اجازه نه ورکوو.»
هغه په څرګنده د چا نوم یاد نه کړ خو ویې ویل، چې هر څوک چې له بنديز وروسته د پي ټي اېم ملاتړ کوي هغه به ونيول شي او د ملاتړ ثبوت به يې د ویډیو په بڼه شريک کړي.
پاکستان حکومت د اکتوبر په شپږمه د پښتون ژغورنې پر غورځنګ بندیز لګولی او ویلي یې دي چې د دغه غورځنګ فعالیتونه د پاکستان سولې او امن ته ګواښ دي.
محسن نقوي وړاندې ويلي، له پاکستانه بهر هم ويډیوګانې ورته رسیدلې چې څوک د پي ټي ایم د ملاتړ لپاره مرستې ټولوي، د هغوی په اړه به هم ګام پورته کړي.
ټاکل شوې چې سبا ورځ د اکتوبر ۱۱مه په خیبر کې د پښتنو جرګه جوړه شي او له ټولو پښتنو سیمو به په کې مشران او فعالان ګډون وکړي.