سپنتا: دا لومړۍ جرګه ده چې د واکمنانو په امر نه بلکې د عدالت غوښتنې پر بنسټ جوړېږي
جمهوريت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا د پښتنو قومي جرګې په اړه ویلي، چې دا لومړۍ جرګه ده چې د واکمنانو په امر نه، بلکې د ښځو او نارینه وو د عدالت غوښتنې پر بنسټ جوړېږي.
سپنتا په خپله خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي «د جرګې پرېکړې د ملاتړ وړ دي؛ افغانان ترې زدکړه کولای شي»
د افغانستان د پخواني حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي لیکلي، چې په خېبر پښتونخوا کې د پښتنو اوسنۍ جرګه د مظلومو ولسونو تر ټولو ستره دیموکراتیکه مظاهره ده.