میرزکوال:د پښتون ژغورنې غورځنګ او مترقي بنسټونو پر وړاندې د پاکستان "ظلم" لرغونی تاریخ لري
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وروستی وزیر عبدالستار میرزکوال وايي، چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو مترقي بنسټونو پر وړاندې "تاوتریخوالی او ظلم" تاریخي ریښه لري.
نوموړي نن پنجشنبه پر خپلې اېکس پاڼې د پښتنو د قومي جرګې په تړاو لیکلي، چې د پښتونخوا پر ځمکه د پښتنو لویې جرګې د تنظیم ناره د هر افغان چې دغې تاریخي سیمې پورې اړه لري، غوښته او امید دی.
هغه زیاته کړې، جرګه سره له دې چې د پښتنو د ولسواکۍ تر ټولو تاریخي ممثل او د اجماع محضر دی، بلکې د تاریخ په مختلفو پړاونو کې له "ستم او جبر" څخه د نجات ولسي میکانیزم هم دی.
میرزکوال زیاتوي: "په پښتونخوا کې پر پښتنو اوسنی ستم او جبر تاریخچه لري او دا د تاریخ حکم دی، چې پښتانه په دې حساس وخت کې د ولسي ارادې پرمت د ویښتیا دا مزل تر منزله ورسوي او د ظلم پر وړاندې له اباسینه تر امو ودرېږي."
نوموړي پر پښتنو غږ کړی، چې ولسي مبارزه او غښتلی انسجام کولی شي، چې د دوی د مبارزې مثبته نتیجه حتمي کړي.