د پښتنو د قومي جرګې ګډون کوونکی: جرګه د پښتنو حق دی او ظالم حکومت مو جرګې ته نه پرېږدي

د پښتنو قومي جرګه کې ګډون کوونکی پښتون مشر محمد عظم یوسفزی وایي: «که څه هم جرګه د پښتنو حق دی، خو د پاکستان ظالم حکومت یې جرګې ته نه پرېږدي.» نوموړی وایي، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې د پښتنو په سیمو کې جګړې روانې دي او ددې جرګې په ترسره کولو سره پښتانه خپل حق غواړي.

نوموړي د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال رفعت الله اورکزی د هغې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه تر دغې جرګې ورسېدل وویل: «له کویټې څخه مو حرکت کړی و او په درېیو ورځو کې تر پښتونخوا ورسېدو. ټولې لارې بندې وې او په ډېرو تکلیفونو سره مو د جرګې ځای ته ځان ورسولو.»
محمد عظم یوسفزي په خپلو خبرو کې د پښتنو د قومي جرګې ګډون کوونکو شمېر ته په اشارې سره وویل، چې پښتون قوم په ډېرو هیلو او جرات سره د قومي عدالت غونډې ته حاضر شوي دي.
د نوموړي په وینا: «پښتنو ته خدای ډېر نعمتونه ورکړي، ټول پاکستان ته ګاز ورکوي، ټول پاکستان ته کرومایټ او داسې نور ورکوي او اوس ظالم حکومت پښتنو ته دا حقونه نه ورکوي.»
ښاغلي یوسفزي د پاکستان حکومت ته په خطاب کې ویلي، چې د پښتنو په قومي جرګه کې دیني عالمانو، مشرانو، ډاکټرانو، وکیلانو او ځوانان برخه اخیستې ده او له هېچا سره هم ټوپک نه شته.
د پښتونخوا په خیبر کې د پښتنو د قومي جرګې ټول ګډون کوونکي ټینګار کوي، چې په سولییزه توګه خپل حق غواړي.
د دوی په خبره، په ټوله نړۍ کې اوسمهال ابادي روانه ده، خو د پاکستان حکومت پر پښتنو د دوی د پلرونو او نیکونو میراثونه ور ورانوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د دې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر له وژل کېدو وروسته اعلان وکړ، چې د اکټوبر په ۱۱مه به د پښتنو قومي جرګه جوړه کړي، خو د پاکستان حکومت یې مخه ونیوله او نن دا جرګه ترسره نه شوه.
منظور پښتین نن شپه د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت د دوی د چمتووالي مخه ونیوله، ځکه دا غونډه د اکټوبر په ۱۳مه ترسره کېږي.
د پاکستان حکومت په ډېرو هڅو سره - سره ونشو کړای، چې غونډې ته د ګډون کوونکو د ګډون مخه ونیسي او بالاخره د خیبرپښتونخوا له مشرانو، د صوبایي له چارواکو او د ګوندونو له استازو سره په خبرو کې ومنله، چې د دې غونډې مخه به نه نیسي.