پاکستان د وزیرستان درې خبریالان د ترهګرو نوملړ کې شامل کړي

د پاکستان حکومت د جنوبي وزیرستان د دریو خبریالانو نومونه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د وزیرستان یوه سیمه ییز خبریال له نومښودنې پرته افغانستان انټرنېشنال ته وویل، چې د جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر د مسیدو له قبیلې سره تړاو لرونکي درې تنه خبریالان اشتیاق مسید، فاروق مسید او محمد اسلم مسید د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي دي.

سرچینه وايي، ځايي حکومتي ادارې د خبریالانو له غبرګون وروسته په یوه مکتوب کې له نوملړه د دریواړو نومونه بېرته لرې کړي او ویلي یې دي چې له دوی نه تېروتنه شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه درې خبریالان وزیرستان کې د پاکستان د څارګرې ادارې او ځايي حکومت د همغږۍ له ګډې ناستې وروسته د ۱۹۹۷کال د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱مې مادې د څلورمې فقرې پر بنسټ د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړای شوي وو.

اشتیاق مسید د وزیرستان د مشهور خبریال سیلاب مسید زوی دی او فاروق مسید د محسود پرېس کلب مشر دی چې د قبایلي سیمو په ځانګړې توګه وزیرستان په تړاو وخت ناوخت رپوټونه ور کوي.