پښتانه فعالان: ټول پښتانه دې په خواله رسنیو کې د جرګې ملاتړ ته را ودانګي
په خواله رسنیو کې پښتنو فعالانو پر ټولو پښتنو غږ کړی چې په ایکس، فیسبوک او انسټګرام کې دې له دغه هشټګ «#په_خیبر_ننګ_وکړئ» سره خپل غږ پورته کړي. دوی له ټولو فعالانو غوښتي چې د پښتنو قومي جرګې ملاتړ وکړي او د دفاع لپاره یې غږ پورته کړي.
په خواله رسنیو کې پښتنو فعالانو له ټولو پښتنو غوښتي چې په ایکس، فیسبوک او انسټګرام کې دې له ځانګړي هشټګ «#په_خیبر_ننګ_وکړئ» سره د پښتنو له قومي جرګې ملاتړ وکړي او خپل دې غږ پورته کړي.
دغو فعالانو له ټولو ځوانانو غوښتي چې همدا د ننګ وخت دی او د پښتنو د قومي جرګې بریالیتوب ته دې را ودانګي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو نن چهارشنبه د (تلې ۱۸مه) د شپې په وروستیو کې د پښتنو د قومي جرګې خیمه په خیبر کې نړولې او دغه سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
ټاکل شوې چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱مه نیټه د خیبر په جمرود کې د ټولو پښتنو د روانو حالاتو او امنیت په اړه قومي جرګه جوړه شي، خو د پاکستان حکومت د دغې جرګې مخالفت کړی او پر پي ټي ایم او جرګه یې بندیز لګولی.