خیبر کې پر جرګه د امنیتي ځواکونو ډزو کې درې تنه وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي
خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم د درې کسانو مړي لیدل کېږي.
یوې رسمي سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته ومنله د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي
د سرچینې په وینا، ډزې روانې دي او د مرګ ژوبلې د ډېریدو امکان دی.
په پېښور کې د افغانستان انټرنېشنال خبریال وايي، چې د جرګې پر لور د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو نه خلک روان دي او پولیس او امنیتي ځواکونه یې د جرګې د جوړېدو ځای ته نه پریږدي.
د جرګې تنظیم کوونکو پر سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کړی چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د روان ظلم مخه ونیسي.