ملک دریا خان په قومې جرګه کې: پښتانه د ابادۍ خلک دي او هېڅ کله یې ترهګرې نه ده خوښه کړې

د پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ لپاره د عوامي نشنل ګوند مشر ملک دریا خان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پښتانه د اتحاد او ابادی خلک دي او ترهګري یې کله هم نه ده خوښه کړې.

ملک دریا خان چې د پښتون قومي جرګې په مېدان کې خبرې کولې ټینکار وکړ، چې پښتنو نړۍ ته وښودله چې دغه قوم د اتحاد وړتیا لري.

ملک دریا خان وايي، چې دا ځل په دې جرګه کې د ټولو سیمو او د هرې طبقې خلکو کډون کړی او دا د ویاړ خبر ده او دغه اتفاق کولای شي چې ټولې ستونزې حل کړي.