مفتي منیر شاکر:د پښتنو قومي جرګه د امن جرګه ده موږ په دې خاوره کې نه څوک تړو او نه یې شړو

د پاکستان نوموتی مفتي منیر شاکر وايي، چې د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه د پښتون قوم د خیر، ښېګڼې لپاره جوړیږي او په دې کې د هیڅ قوم او هیڅ ټبر د شر لپاره پرېکړه نه کېږي.

نوموړی وايي، چې خیبر دره د پښتنو خاوره ده او پښتانه د هیچا اجازې ته اړ نه دي چې په خپله خاوره د جرګې لپاره له چا څخه اجازې تر لاسه کړي.
هغه د پاکستاني چارواکو د هغې ګوټ څنډنې په اړه چې که څوک په جرګه کې برخه اخلي؛ نو شناختی کارټونه او پاسسپورټونه به ترینه اخیستل کېږي، وايي: ۷۰ کاله وړاندې پاکستان نه و جوړ شوی؛ خو زموږ پلرونو او نېکونو په دې خاوره ژوند کاوه، هغوی نه شناختي کارټونه لرل او نه هم پاسپورټونه. موږ هم د هماغو پلرونو اولاده یو، که څوک یو ځلې زموږ څخه پاسپورټ یا شناختي کارټونه اخلي زر ځله دې واخلي؛ خو موږ د دې خاورې اصلي مالکان یو او په دې خاوره کې به اوسېږو او هیڅوک مو له خپلې خاورې اېستلای او شړلای نه شي.