پښتین د پاکستان حکومت ته: د ظلم شوق مو پوره کړئ خو پښتانه ستاسو ظالمانه پالیسي نه مني

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلې اېکس پاڼې د پاکستان حکومت ته په اشارې ویلي: " د جبر، زنداني کولو، لوټ او مار شوق مو پوره کړئ؛ خو پښتانه نور ستاسو ظالمانه پالیسي نه مني".

نوموړي زیاته کړې، چې تېره شپه د پاکستان پولیسو یو شمېر قبایلي مشران، خبریالان او سیاسي فعالان نیولي دي.

پښتین لیکلي، چې پولیسو په پټاګرام کې خبریال احسان نسیم او فدالله سمیت نیولي، همدا راز یې د ای این پي ګوند څلور غړي نیولي او په الايي کې یې د تحریک انقلاب مشر نعیم شاهین پر کور عملیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پښتانه نور د پاکستان د حکومت ظلم نه شي زغملی.