افراسیاب خټک: پر پي ټي ایم بندیز لګول د ستم لاندې خلکو پر وړاندې یو استعماري ګام دی
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک د پاکستان د حکومت له خوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیزونو په غبرګون ویلي، چې پر یاد غورځنګ د بندیزونو لګول د ستم لاندې خلکو پر وړاندې یو استعماري ګام دی.
نوموړی د پاکستان په حکومت په نیوکې سره وایي، دا بندیزونه د هغه حکومت له خوا لګول شوي، چې څه موده مخکې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي یې خوشې کړل.
ښاغلی خټک دغه راز زیاتوي، چې د پاکستان دغه ناعادلانه ګام به د برحقې مبارزې په برخه کې د پښتنو ځوانانو هوډ لا پیاوړی کړي.
د پاکستان فېډرالي حکومت نن اعلان وکړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شویو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی دی.
دوی وایي، چې یاد غورځنګ د سولې او امنیت پر ضد فعالیتونه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان دا پرېکړه د پښتنو پروړاندې دوښمني بولي او زیاتوي، چې په دې اړه به ډېر ژر خپل ویډيویي پیغام خپور کړي.
دا په داسې حال کې ده، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د پاکستان د حکومت د مخالفینو د لاریونو او اعتراضونو له امله اسلام اباد ته د ننوتلو ټولې لارې بندې شوې او مخابراتي شبکې هم غیر فعاله دي، چې ډېری خلک یې له جدي ستونزو او اندېښنو سره مخ کړي دي.