پاکستاني پولیسو د سوېلي وزیرستان د هغو خلکو د کاروان مخه نیولې چې خیبر ته پر لاره وو
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، پاکستاني پولیسو له سوېلې وزیرستانه د خلکو د هغه کاروان مخه نیولې چې په خیبر کې د کېدونکي جرګې لپاره پر لاره وو. ویل کیږي، پاکستاني پولیسو دغه کاروان په واڼه کې درولی او د تګ اجازه نه ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، پاکستاني پولیسو له سوېلې وزیرستانه د خلکو د یوه لوی کاروان مخه نیولې چې خیبر ته د کېدونکي جرګې لپاره پر لاره روان وو.
دغه غورځنګ وايي، پولیس هڅه کوي چې د کاروان خلک ورسره لاس واچوي خو وايي کاروان په سوله ییز ډول له دغې سیمې د تېرېدو هڅه کوي.
د پښتون قومي جرګې مشرانو له ټولو ګډونوالو غوښتي، چې د جرګې ځای ته د رسېدو لپاره له بېلابېلو لارو ځانونه د جرګې تر ځایه ورسوي.