پخواني ولسمشر حامد کرزي، په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې له پرېکړه لیکه خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ کوي او په جرګه کې د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره غږ پورته کول ستایي.

ښاغلي کرزي په خیبر کې د پښتنو د سترې قومي جرګې په بریالي ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او دغه جرګه یې په سیمه کې د ستونزو د هوارولو لپاره نیک او اغېزمن ګام بللی.

ښاغلي کرزي د دوشنبې په ورځ د (تلې۲۳مه) پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ددې قومي جرګې له پرېکړه لیکه خپل کلک ملاتړ اعلانوي او په ځانګړې توګه د جرګې د هغه غږ ستاینه کوي چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره پورته شوی.

نوموړي وړاندې لیکلي:« د خیبر په جرګه کې د ښځو د پراخ ګډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرگندوي چې په سېمه کې میشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي.»

ښاغلي کرزي جرګه یو ارزښتناک تاریخي دود بللی او د ستونزو د حل لپاره یې ګټوره لارهګڼي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو ه او د دې جرګې د جوړولو لپاره د منظور پښتین هلېځلې او د مشرانو او ولسونو له ګډونه مننه کړې ده.