مولانا فضل الرحمان په واڼه او خېبر کې د کېدونکې جرګې پر ګډون کوونکو بریدونه غندلي
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پښتنو کېدونکي جرګې پر ګډونوالو په خیبر او واڼه کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه غندلي دي. هغه ویلي، د پاکستان حکومت په دغه کار سره حالات لا ترینګلي کوي.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره شپه ناوخته په ایکس پاڼه لیکلي، چې د پښتنو کېدونکي جرګې له کډونوالو سره د خبرو پر ځای د پاکستان حکومت د زور زیاتي لاره خپله کړې چې دا به بدې پایلې ولري.
هغه امنیتي پر ځواکونو باندې غږ کړی چې حالات تر دې خراب نه کړي.
مولانا ویلي په تاریخ کې هم له ګوندونو او غورځنګونو سره د حکومتونو زور زیاتي خلک کمزوري نه بلکې لا یې ځواکمن کړي دي.
هغه ويلي جرګه، پرلت، لاریون او غونډې په جمهوري حکومتونو کې د غږ پورته کولو تر ټولو بنسټيز اصل دی نو اوس د پاکستان حکومت ولې د خلکو د جرګو او غوڼدو مخه نیسي.
تېره ورځ پاکستاني امنیتي ځواکونو په خیبر کې د کېدونکې جرګې پر خیمې او خیبر ته پر را روانو کاروانونو بریدونه کړي چې څلور کسان په کې وژل شوي او شاوخوا شل تنه ټپیان دي